1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

آلمانۍ کارپوهه: د افغانستان امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی

په کابل کي د خونړۍ چاودني خبر نه يوازي افغانستان، بلکي ځيني هیوادونه ئې هم ولرزوله. د افغانستان د چارو آلمانۍ کارپوهه نیوکل بيرچ، له دويچه ويله سره په مرکه کي روښانه کوي چي ولي افغانستان امن نه دی.

دويچه ويله: آغلې پيرچ، په کابل کي ځانمرګي بريد بيا هم په لسونو انسانان ووژل. ستاسو په فکر افغانستان څومره امن دی؟

بيرچ: د افغانستان امنيتي وضعه خرابه سوې ده. دمګړی د افغانستان يوازي ۵۷ سلنه برخه د افغان امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندي ده. تقريبا ۲،۵ مليونه انسانان په داسي سيمو کي ژوند کوي چي د طالبانو تر کنترول لاندي دي او ۹ ميليونه انسانان په داسي سيمو کي ژوند کوي چي پکښي جګړې کيږي. د ماشومانو په شمول د ملکي کسانو تلفات د پخوا په شان زيات دي. زیات انسانان له جنګ ځپلو او کليوالو سيمو څخه لويو ښارونو ته تښتي.

پر دې سربيره له پاکستان او ايران څخه د بېرته ستنېدونکو مهاجرو شمېر هم زيات دی چي په تر ټولو ښه صورت کي يوه سرپناه تر لاسه کوي. د دې تر څنګ د خوراکي موادو د کمښت بيره هم زیاته سوې ده. خراب امنيتي وضعيت د دې لامل کيږي چي زياتره تاسيساتي لکه مکاتب او روغتيايي مرکرونه وتړل سي. د دې تر څنګ د امريکا متحده ايالاتو د ځواکونو له خوا په زياته د داعش د غړو پر ضد هوايي بريدونه د ملکي تلفاتو او ملکي کسانو د تېښتي سبب ګرځي.



له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د پېلولو په ترڅ کي پرمختګونه نه تر سترګو کيږي. طالبانو د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد د بريدونو په تړاو د خپلو سږني تعرضي عملياتو اعلان کړی دی. دواړه اړخونه لکه افغان حکومت او طالبان وايي چي غواړي د ملکي تلفاتو کچه د امکان تر حده راټيټه کړي، خو هغوی په عمل کي په دې نه دي توانېدلي.

دويچه ويله: په افغانستان کي امن سيمي چيري دي؟ دغه سيمي څنګه امن تعريفيږي؟

بيرچ: طالبان پر ځينو کليوالو سيمو کنټرول لري، دا په داسي حال کي چي حکومت د ښاري سيمو او لارو پر امنيت نيونه زيا تمرکز کوي. معمولاً پلازمېنه کابل، هرات او مزار شريف نسبي امن ځايونو ياديږي. په يادو سيمو کي د دې احتمال چي يو څوک دي په جگړو کي قرباني سي د هغو ولايتونو په پرتله چي جنگ پکښې روان دی، لکه هلمند، ننگرهار او کندز، لږ دی. خو دمګړی پخپله کابل د زياتو بريدونو شاهد دی، لکه وروستي بريد چي ډېرو ملکيانو ته پکښې مرګ ژوبله واوښتله.

دويچه ويله: آلمان د افغان مهاجرو د ډليز ايز اخراج څو پروازونه عملي کړل. د هغوی په هيواد کي بريدونه مخ پر ډيرېدو دي، په ښاري سيمو کي جرمونه پر ډېرېدو دي او امنيتي ځواک له ناکاميو سره مخامخ دی. ايا د بېرته ستنېدونکو له پاره هلته يو ريښتنی ليد لوری موجود دی؟

بيرچ: بېرته ستوونکي چي له زيات وخت راهيسي يې په افغانستان کي ژوند نه دی کړی يا هغوی هلته را لوی سوي نه دي، معمولاً داسي هيڅ ډول ټولنيزي اړيکي نه لري چي د دوی د پيوستون او امن سبب سي. د دې تر څنګ د مهاجرو له پاره د نړيوال سازمان IOM هغه مرستي هم ناکافي دي چي دغه بېرته ستنېدونکي پرې په خپل هيواد کي سرپناه پيدا کړي. په افغانستان کي د بې روزګارۍ کچه ۴۰ سلنه ده او هغه کار او روزګار چي سته هغه څوک يې ترلاسه کوي چي اړيکي او واسطه ولري.

دويچه ويله: آيا د دې امکان سته چي بېرته ستنوونکي کسان د خپل راتلونکي په تړاو د ناهيليو او د غرب په وړاندي د مايوسيو له کبله توندلاريتوب ته مخه کړي؟

بيرچ: د دې امکانات سته چي بېرته ستنېدونکي له هغو توندلارو سازمانونو سره يوځای سي، چي هغوی ته ټولنيز تړاو او خونديتوب ورکوي. خو ما تر اوسه نه دي اورېدلي چي په يو مورد کي دي داسي سوي وي.