آلمانانو خپل ځواکونه له تالقان څخه را وایستل | دويچه ويله پښتو | DW | 24.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

آلمانانو خپل ځواکونه له تالقان څخه را وایستل

په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو له خوا د قران د سوځولو له امله تر سختو نا آرامیو وروسته نن هم د جمعې تر لمانځه وروسته د نورو ګډوډیو انتظار کیږي. د پنجشنبې د ورځي په لاریونونو کې لږ تر لږه اته تنه چی پکښي دوه مظاهره کوونکي او دوه تنه نړیوال سرتېري شامل ول وژل شوي دي.

آلماني پوځ د تاوتریخوالي دغو پیښو ته په کتو سره خپلې قواوي مخکې له وخته د افغانستان د شمالی ولایت تالقان څخه وایستلې. په پلان کی وه چی دغه قواوې به د مارچ په میاشت کی را وایستل سي.

اړوند مطالب