1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له هرو لسو اتباعو څخه شپږ يې خپل لومړنی تابعيت ساتي

۱۳۹۷ مرداد ۱۹, جمعه

د دوه ګوني تابعيت پر موضوع په آلمان کې تل بحثونو کيږي. د آلمان حکومت غواړي اصولا د څو تابعيتونو درلودو مخنيوی وکړي. خو په آلمان کې د دوه ګوني تابعيت درلودونکو کسانو شمير مخ په ډيريدو دی.

https://p.dw.com/p/32yBJ
Symbolbild Doppelpass / doppelte Staatsbürgerschaft
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

پاسپورت په دې برخه کې، چې خاوند يې پرې یوه هیواد له ویزې یا پرته له ویزې سفر کولای شي، ټاکونکی نقش لري. د پاسپورت ترلاسه کول د يوه هيواد اوسیدونکی له ډيرو حقونو څخه برخمن کوي، خو ترڅنګ يې مسئوليتونه هم ډيروي. 

يو شمير کسان دوه پاسپورتونه لري او په دې ترتيب دوی د دوه ګوني تابعیت درلودونکي وي. د آلمان د احصایي د فدرالي ادارې د رپوټ پر اساس، په دې منځ کې د هرو لسو کسانو له ډلې څخه چې د دغه هيواد تابعيت ترلاسه کوي، شپږ یي خپل لومړنی تابعيت هم له ځانه سره ساتي.

آلمانۍ ورځپاڼې «دې ولت» د دغې ادارې له قوله رپوټ ورکړی چې په تيرکال کې هيڅ افغان، سوريايي، مراکشي او يا هم نايجريايي اتباعو د خپل مبدا هيواد پاسپورت نه دی سپارلی.

په دې اساس، د ۱۱۲۲۱۱ کسانو له ډلې څخه چې آلماني پاسپورتونه يې ترلاسه کړي دي، ۶۸۹۱۸ تنو يې (۴،۶۱ سلنه) خپل لومړني پاسپورتونه هم ساتلي دي. د هغو کسانو شمير چې خپل لومړنی تابعيت له لاسه نه ورکوي هيڅ کله په دې اندازه نه وو لوړ شوی.

د سیاسي زده کړو له پاره فدرالي مرکز کوم چې د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د آلمان د احصایي ادارې ته مراجعه کوي، وايي چې د دغو کسانو شمیر په ۲۰۱۶م کال کې ۵۷،۸ سلنه او له هغه لس کاله وړاندې ۵۷ سلنه وو.

د ارقامو د لوړيدو دليل ښايي په دې کې وي چې د ايران يا مراکش په څير هيوادونو اتباع په اصل کې نه غواړي خپل لومړنی تابعیت له لاسه ورکړي. د افغانستان، اريتريا، نايجريا او يا سوريې په شان هيوادونو کې هم وضعيت په همدې ډول دی.

د بحث موضوع

په آلمان کې پر دوه ګوني يا څو ګوني تابعيت باندې ډير بحثونه ترسره کيږي. مخالفین وايي، هغه کسان چې دوه تابعيتونه لري، نه پوهيږي چې له دواړو هيوادونو څخه یي کوم يوه ته باید وفادار وي. د هغوی په آند، دوه ګونی تابعيت د ادغام بهير ته هم زيان اړوي. ځکه هغه کسان چې خپل لومړنی تابعيت حفظوي، نه شي کولای په نوي هيواد کې خپل ژوند ته ښه تمرکز وکړي.

خو د دوه ګوني تابعيت پلويان بيا بل ډول نظر لري. دوی وايي چې له يوه هيواده ډیرو سره تړاو لرل، د مهاجرو له ادغام سره مرسته کوي او دا د هغو کسانو د شمير په ډيريدو کې يو ابزار دی کوم چې تازه د آلمان تابعيت ترلاسه کوي. د ټولنيزو علومو د تحقيقاتو پايلې هم دغه دلايل تائیدوي. يعنې د مبدا هيواد تابعيت پريښودو باندې مکلفوالی، د آلماني تابعيت له پاره د درخواستونو د وړاندې کولو په برخه کې يو خنډ دی.

هغه کسان چې آلماني پاسپورت ترلاسه کوي، د تل له پاره د يو آلماني تبعه په توګه حسابيږي. حتي که دغه کسان خپل د مبدا هيواد تابعيت هم له ځانه سره حفظ کړي، نور په آلمان کې د يوه بهرني اتباع په څير نه حسابيږي.

Deutschland Einbürgerungsurkunde
په آلمان کې د تابعيت د ورکړې سندانځور: picture-alliance/dpa/S. Jansen

سربيره پر دې په ۲۰۱۴م کال کې د تابعيت په قانون کې يو مهم بدلون رامنځ ته شو. تر هغه وخته پورې کوم ماشومان چې په آلمان کې زيږيدل، خو مور او پلار ېې د يوه بهرني هيواد تابعيت لرونکي ول، بايد په اتلس کلنۍ کې له دوو تابعيتونو څخه يو انتخاب کړی وی.

خو دغه قانون په ۲۰۱۴م کال کې لغوه شو. دغه ماشومان په هغه صورت کې چې په آلمان کې رالوي شوي وي، نور اړ نه ول چې له دوو پاسپورتونو څخه دې يو انتخاب کړي. په دغه کال کې د هغو کسانو شمير چې تازه د آلمان تابعيت يې ترلاسه کړ او خپل پخواني پاسپورتونه يې هم وساتل، ۴ سلنه لوړ شو.

د اروپايي اتحاديې اتباعو ته استثنا

 خو په دې برخه کې بيا د اروپايي اتحاديې اتباعو له پاره يوه استثنا په نظر کې نيول شوې ده. له همدې امله، د اروپايي اتحاديې هیوادونو د ۳۹ زره اتباعو له ډلې څخه چې آلماني پاسپورتونه يې اخيستلي دي، ۹۹ سلنه يې خپل پخواني پاسپورتونه ساتلي دي.

د سياسي زده کړو له پاره فدرالي مرکز، د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس ليکي چې مسئول چارواکي له هغو کسانو څخه چې د پناه غوښتنې يې منل شوي وي او یا د مهاجر په توګه په رسميت پيژندل شوي وي، ورڅخه نه غواړي چې له خپل موجوده تابعيته تير شي.

د آلمان د حکومت په رپوټ کې راغلي دي: «که تاسو له داسې يوه هيواد څخه راغلي ياست چې په پر له پسې توګه يې د خپلو اتباعو د تابعيت له سلبيدو څخه مخ اړولی وي، په دې صورت کې آلماني چارواکي د څو ګوني تابعيت درلودل مني.»

د آلمان د احصایي د فدرالي ادارې د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۷م کال کې له ۲۶۸۹ ايرانيانو، ۲۴۷۹ سوريايانو، ۲۴۰۰ افغانانو، ۲۳۹۰ مراکشيانو، ۱۲۹۴ لبنانيانو، ۱۱۲۵ تونسيانو، ۹۵۴ نایجريايانو، او ۴۶۲ الجزايريانو څخه چې د آلمان تابعیت یې تر لاسه کړی دی، يوه هم خپل د مبدا هيواد تابعيت له لاسه نه دی ورکړی.

سربيره پر دې، د ۳۴۸۰ تنو عراقيانو له ډلې څخه چې په تیر میلادي کال کې یې آلماني تابعيت ترلاسه کړی دی، ۸،۸۷ سلنې يې خپل لومړنی تابعیت هم حفظ کړی دی.  

له آرشيف څخه يو انځورير البوم: