1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو افغان پناه غوښتونکی تر اتو میاشتو وروسته له کلیسا ووت

۱۳۹۶ شهریور ۸, چهارشنبه

يو ۲۳ کلن افغان مهاجر چې د آلمان د بايرن ايالت يوې کليسا ته یې پناه وړې وه، وروسته د څه باندې اتو مياشتو له کليسا څخه ووت. په دسمبر کې د اخراج له ګواښ سره مخامخ وو خو کلیسا ته ننوت.

https://p.dw.com/p/2j5nq
Symbolbild Kirchenasyl
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

په بايرن ايالت کې د کليسايي پناه غوښتنو په چارو کې پخوانی همغږی کوونکی، شتيفن تئو رایشل وويل چې دغه ۲۳ کلن افغان مهاجر، له مشروطې قبولې څخه برخمن شوی دی، چې د هغې له مخې افغانستان ته يې اخراج ممکن نه دی.

د دغه افغان مهاجر قضيه تير کال د آلمان په کچه د خبرونو په سر کې ځای نيولی وو. هغه د اوو کلنو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. دغه افغان په مونشن کې د کسب او کور چيښتن دی او ترڅنګ په فوټبال ټيم کې يې هم فعاليت درلود.

د دغه ځوان د پناه غوښتنه مخکې رد شوې وه او په آلمان کې په اصطلاح د « تحمل شويو» مهاجرو په رديف کې راغلی وو.

په پام کې وو چې هغه د ۲۰۱۶ کال په دسمبر مياشت کې د افغانانو په لومړني ډليز پرواز کې کابل ته وليږدول شي خو دغه افغان مهاجر په ورستيو دقيقو کې ځان وژغوره او يوې کليسا ته يې پناه ویوړه.

د بايرن په کليسا کې د پناه غوښتنې د چارو د پخواني همغږي کوونکي رايشل د څرګندونو په حواله، د آلمان د مهاجرت ادارې څخه د دغه ځوان بياځلي پناه غوښتنه دومره ګټوره تمامه شوه چې هغه له آلمانه اخراج نشي او د پناه له مشروطې ژغورنې څخه برخمن شي.

رایشل وايي چې ډير شمير افغان مهاجر افغانستان ته د اخراج څخه د ژغورنې په موخه کليساو ته پناه وړې او دغه ځوان يو د هغو افغان مهاجرو څخه دی چې په لومړيو کې يې کليسا ته پناه وړې وه.

په کليساو کې د پناه غوښتنې د چارو دغه پخوانی همغږی کوونکی ټينګار کوي چې اوس باید افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج په « عمومي توګه ودرول شي».