1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: د افریقا د نفوس لوړیدل به مهاجرتونه زیات کړي

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

د یونیسف د اټکلونو له مخې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افریقا نفوس ۲،۵ میلیاردو ته له لوړیدو سره دوه برابره شي. یونیسف ویلي چې دې ستونزې ته باید عاجله رسیدګۍ وشي که نه د یو ټولنیز او اقتصادي ناورين د رامنځته کیدو خطر موجود دی.

https://p.dw.com/p/2mYBH
Mittelmeer Gerettete Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/JOKER/A. Stein

د ایټالیې د ساحلي ګارد د یوې کیشتۍ له خوا په سمندر کې د ډوبیدو له خطر سره د مخامخو مهاجرو ژغورلو، په افریقا کې پانګونې ته د ډیرې سختې اړتیا پر لور د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صدوق یا یونیسف پام اړولی دی. په دغه لویه وچه کې په ډيرې چټکې سره نفوس مخ پر ډیریدو دی.

د "Generation Afrika 2030" تر عنوان لاندې د یونیسف په رپوټ کې راغلي دي چې دغه ډول پانګونې کولی شي چې په میلیونو انسانان له فقر او بی وزلۍ څخه وژغوري. په رپوټ کې زیاته شوې: «خو د دې کار له پاره همدا اوس مشخص اقداماتو ته اړتیا ده، که نه نو د ټولنیز او اقتصادي ناورين ګواښ به په میلیونونو انسانان مهاجرت ته اړ کړي.»

د افریقا د ختیځ او سویل له پاره د یونیسف سیمه ایزې مشرې لیلا پاککالا، وویل: «موږ د افریقا د ماشومانو په برخه کې په یوه حیاتي پړاو کې قرار لرو.»

نوموړې زیاته کړه چې د ماشومانو ساتنې، روغتیایې اسانیاو او زده کړې په برخو کې پانګونې ته باید سر له همدا اوسه څخه تر۲۰۳۰م کال پورې مطلق لوموړيتوب ورکړل شي.

په ۲۰۳۰م کال کې به لا د ماشومانو او ځوانانو شمیر۷۵۰ میلویونو ته ورسیږي یعنې له اوس وخت څخه به ۱۷۰ میلیونه ډیر وي. نو په دې اساس په راتلونو ۱۳ کلونو کې به د روغتیا په سکتور کې څلور میلیونه مسلکي کسانو او نږدې شپږ میلیونه ښوونکو ته اړتیا وي. د پاککالا به خبره له اوس څخه تر ۲۰۳۰ پورې کلونه، کیدای شي پریکړه کوونکي وي.

یونیسف په خپل رپوټ کې خبرداری ورکوي چې د افریقا د مخ پر ډیریدونکي نفوس تناسب ته په کتلو سره به د اقداماتو ترسره کول د بل هر وخت په پرتله ډیر لګښت ته اړتیا ولري.  مخ پر ډیریدونکي نفوس، اقلیمي تغیرات، په ښارونو کې د خلکو د میشتیدنې لړۍ چټکیدل او د یوې ټولنیزې شبکې نه شتون د ستونزو مجموعه، کیدای شي د بی روزګارۍ، فقر او ډله ایزو مهاجرتونو نوی لړۍ رامنځته کیدو پایلې له ځان سره ولري.

د ماشومانو د زیږیدو لوړه سلنه

د ملګرو ملتونو سازمان د وړاندوینو له مخې د افریقا اوسنې نفوس چې نږدې ۱،۲ میلیارده دی به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې ۲،۵ میلیاردو ته ورسیږي. د یونیسف د ارقامو پر بنسټ په افریقا کې د نویو زیږیدلو ماشومانو سلنه اوس هم تر نورې نړۍ لوړه ده.

د احسایو له مخې هره افریقایې ښځه له ۱۵ کلنې څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې په اوسط ډول ۴،۵ ماشومان زیږوي، په داسې حال کې چې دغه فیصدي بیا په نورې نړۍ کې ۲،۵ ده.

نیجر په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د زیږدو لوړ نرخ لري. په دغه لویدیځ افریقایې هیواد کې چې د نړۍ یو تر ټولو بی وزله هیواد دی هره ښځه په اوس ډول ۷،۲ ماشومان زیږوي.

د یونیسف د دغه رپوټ پر بنسټ د دې له پاره چې اقتصادي وده پياوړې او د ماشومانو د زیږیدو نرخ را ټیټ کړای شي، مهم اقدام او حل لاره به دا وي چې نجوني تر ډیره وخته پورې په ښوونځي کې پاتې شي.

رپوټ زیاتوي: «په ماشومتوب کې ودونه د زیږدون د زیاتیدو سبب ګرځي. په داسې حالت کې چې د نجونو د زده کړې د کیفیت لوړیدل د زیږدون د کچې د ټیټیدو او د تولید د لوړیدو سبب کیږي.»

په لویدیځ او مرکزي افریقا کې د بیلګې په توګه ۴۰ سلنه نجونې د ۱۸ کلنۍ عمر ته تر رسیدو مخکې ودیږي.