1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کندهار: د طالبانو په بريدونو کي ۲۲ پوليس وژل سوي دي

۱۳۹۶ آبان ۲۳, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي په کندهار کي د پوليسو پر ۱۵ پوستو د وسله والو طالبانو په يوځايي بريدونو کي ۲۲ پوليس وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2nZyH
Afghanistan zerstörter NATO-Konvoi in Kandahar
انځور: picture-alliance/AA/A. Sana

د کندهار د پوليسو وياند مطيع الله هلال د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د ميوند او ژړۍ ولسواليو پر ۱۵ امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه ويلي دي چي په دغو بريدونو کي ۲۲ پوليس وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان سوي دي. د هلال په خبره پر يادو پوستو بريدونه د دوشنبې په ماښم پيل او د سه شنبې تر سهاره پوري ئې دوام وکړ.

هغه زياته کړه چي په دې جگړه کي له وسلو او ځانمرگو بريد کوونکو څخه کار اخيستل سوی دئ.

د کندهار د پوليسو وياند مطيع الله هلال ويلي دي چي وروسته بيا افغان امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل چي ياغيان پرشا کړي. د هغه په خبره په دغو بريدونو کي ۴۵ ياغيان وژل سوي او ۳۵ نور ټپيان سوي دي.

وسله والو طالبانو بيا د واتس آپ په يوه پيغام کي په سيمه کي خبريالانو ته ويلي دي چي په دغو بريدونو کي ئې ۴۳ پوليس وژلي او د هغوی ۱۳ زرهی نقليه وسايل ئې ويجاړ کړي دي.

د دوشنبې په ورځ بيا د فراه ولايت مرکز ته نژدې د پوليسو پر يوې پوستې باندي وسله والو طالبانو بريد وکړ او ۸ پوليس ئې ووژل.

په وروستيو مياشتو کي په ټول افغانستان کي د شپې له خوا پر امنيتي پوستو او پوځي مرکزونو باندي د وسله والو ياغيانو بريدونه زيات سوي دي.