کرزي افغانستان د اخراج له پاره له حده زيات ناامنه وښود
۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبهحامد کرزی چې د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د افغانستان ولسشمر وو، آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتاګ» سره په مرکه کې يې ويلي دي چې افغانستان د هغو مهاجرو له پاره چې هلته وراخراجيږي يو امن هيواد نه دی. هغه په دې اړه ويلي دي: «زه نه شم کولای دا تائيد کړي.»
هغه زياته کړه چې د افغانستان ولسمشر وو د حکومت پر وخت یې، وسلوالو طالبانو د هيواد پر ۱۰ سلنه خاورې کنترول درولود، په داسې حال کې چې اوس طالبان د افغانستان پر «نژدې ۷۰ سلنه خاوره» کنترول لري.
کرزي له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل چې آلمان دا حق لري چې د خپلې خوښې مطابق عمل وکړي. هغه وويل: «هغوی (آلمانان) د دې انتخاب کوي چې څه شمير کسانو ته داخليدو اجازه ورکړي.» خو هغه زياته کړه چې افغانستان «په هيڅ صورت کې يو امن هيواد» نه دی. هغه وويل « د هغو کسانو پر وړاندې د ترحم احساس کوي چې په جبر سره اخراجيږي.» کرزي هيله څرګنده کړه چې «آلمان داسې يوه لاره پيدا کړي چې دواړو خواو له پاره عادلانه وي.»
آلمان د ۲۰۱۶م کال د دسمبر مياشتې راوروسته د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو يوازې هغه افغانان اخراجوي چې په آلمان کې مجرم پيژندل شوي وي، د آلمان امنيت له پاره خطرناک وي او د خپل هويت د تثبیت له پاره له اړوندو ادارو سره همکاري نه کوي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په وروستيو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه يو رپوټ خپور کړ، اوس د آلمان حکومت غواړي چې د دغه رپوټ پر اساس افغانستان ته د اخراجونو پر وړاندې پراته خنډونه له مخې لرې کړي.
په دغه رپوټ کې د افغانستان امنيتي وضعيت د مختلفو سيمو له مخې درجه بندي شوی دی. په رپوټ کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې «مقايسوي باثباته» سيمې شتون لري.
د آلمان حکومت پر دغه اقدام، د آلمان زرغون، کين اړخي او د سوسيال دموکرات ګوند يوې برخې او دغه راز بشر حقونو سازمانونو سختې نيوکې کړي دي.
ويل کيږي چې آلمان په پام کې لري د جولای مياشتې په لمړۍ اوونۍ کې او يا په راروانو نژدې ورځو کې يوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي.
د آلمان د بايرن ايالت د مهاجرو شورا ويلي دي چې د اخراج دغه پرواز به د سه شنبې په ورځ د آلمان له يوه هوايي ډګر څخه ترسره شي او په غبرګون کې يې د مونشن پخ هوايي ډګر کې د لاريون بلنه کړې ده.
Rsh/Na (AFP)
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: