1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او اسلام آباد زلزلې ولړزول

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ په افغانستان او پاکستان کې د زلزلې رپوټ ورکړل شوی دی. د ریشتر په مقیاس د زلزلې شدت ۶.۱ درجه وو. پاکستان کې یو کس مړ شوی او پنځه ټپیان شوي. په افغانستان کې بیا د درو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/2roU7
Karte Erdbeben Afghanistan 31. Januar 2018 DEU ENG

د افغان چارواکو په وینا د زلزلې له کبله په دغه هیواد کې درې کسان ټپیان شوي دي. د متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې د ادارې په وینا د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې وو.

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې په تلویزوني انځورونو کې لیدل کیږي چې خلک له دفترونو تښتي او په ښوونځیو کې ماشومان د وارخطایي په حالت کې دي.

د یوه شخصي شرکت کارکوونکي رانا احمد علي، د اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې زلزله دومره پیاوړې وه چې د وارخطایي له کبله د لفټ پر ځای په زینه کښته شو، څو له ودانۍ ووځي.

د بلوچستان ایالت یوه حکومتي کارکوونکي عزت نظیر بلوچ، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په لسبیلا سیمه کې د له خټو جوړو کورونو د چتونو د رالویدو له کبله لږ تر لږه یوه نجلۍ وژل شوې ده.

دغه زلزله په کابل کې هم احساس شوې ده. د چارواکو په خبره په بدخشان ولایت کې لږ تر لږه د زلزلې له کبله درې تنه ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت مرستیالي والي ګل محمد بیدار، ویلي دي چې لا تر اوسه یې دا جزئیات نه دي تر لاسه کړي چې دغه کسان څرنګه ټپیان شوي دي. د هغه په خبره د زلزلې له کبله د یو شمیر کورونو په دیوالونو کې درزونه رامنځ ته شوي دي.

بیدار په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې چارواکي په دې هڅه کې دي چې په جرم ولسوالۍ کې د رامنځ ته شوو زیانونو په هکله معلومات راټول کړي.

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي او همداشان د کشمیر په سیمه کې هم دغه زلزله احساس شوې ده. خو په دغو ځایونو کې په سملاسي توګه د ځاني او مالي زیانونو په هکله کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی. په ۲۰۰۵م کال کې په پاکستان او کشمیر کې ۷،۶ درجې زلزلې په زرونو کسان وژلي وو.