1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین پرمختللې لیزري وسله جوړه کړې ده

۱۳۹۷ تیر ۱۸, دوشنبه

ویل کیږي چې چینایي ساینسپوهانو داسې بې غږه توپک جوړ کړی دی چې تر یوه کیلومتره هدف په نخښه کولی شي. د دغي خطرناکې وسلې په واسطه د یوه کس کالي، جلد یا د تیلو زیرمي سوځول کیدای شي.

https://p.dw.com/p/314Cn
ZKZM-500, Waffe von ZKZM aus China
انځور: ZKZM-500,Handout

د رپوټونو له مخې چینیاني ساینسپوهان پر دې توانیدلي دي چې ZKZM-500 نومې توپک، پر لیزر کلاشینکوف واړوي. په دغه توپک کې د مرمیو او بارودو پر ځای قوي بیټرۍ استعماليږي. د چین د مشهورې ورځپاڼې ساوت چاینا مارننګ پوسټ، د رپوټ له مخې له توپک څخه وتونکي لیزر شعاوې یا وړانګې په سترګو نه ښکاري او په څو ثانیو کې جامې سوځولی شي.

د آلمانۍ ورځپاڼې «دې ویلت» د رپوټ له مخې په ثانیو کې د یوه کس جامې اور اخیستی شي او له دې سره انسان هم سوځیدلی شي. ویل شوي دي چې دغه وسله د «شیان انستیتیوت آف آپټېکس اینډ پریسین میکینکس» د چین د ساینس د اکاډمۍ په مرسته جوړ کړې ده او تر اوسه یوازې په لومړنۍ بڼه کې ده. چینایي اخبار د دغه نوې وسلې نوم لیزر AK-47 یاد کړی دی.

د رسمې اعلامې له مخې دغه توپک «وژونکي وسله» نه ده، ځکه چې په خبره یې د دې موخه د کوم کس وژل نه دي، بلکې د هدف «غیر فعاله کول او یا د جګړې وړتیا یې له منځه وړل دي». د دغې وسلې وزن یوازې درې کیلوګرامه ښوول شوی دی او هرې دوې ثانیې وروسته تر زرو فیرونه کولای شي. له هغې وروسته یې بیټرۍ خلاصیږي او باید ورته نوې بیټرې واچول شي.

د رپوټ له مخې دغه کلاشینکوف، له یوه کیلومتره خپل هدف په نخښه کولی شي او لیزر شعاوې له حفاظتي ښيښو څخه هم تیریدلی شي. د چینایي اخبار د رپورټ له مخې د چین د ساینس اکاډمۍ هیڅ کوم چارواکې په دې هکله خبرو اترو ته چمتو نه وو، خو ځینو پوهانو د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې دغه توپک غږ نه لري: «هیڅوک پر دې نه پوهیږي چې له کوم لوري حمله کیږي او دغه حمله به د یوې پیښې په څیر ښکاري.»

ویل شوي دي چې اوس به په لویه کچه د دغو وسلو د چمتو کولو چارې پیل شي. دغه لیزري وسلې به د پولیسو ځانګړو ځواکونو او همداشان د ترهګرۍ ضد ځواکونو ته ورکړل شي.

د نړۍ په تحقیقاتي مرکزونو کې له یوې مودې راهیسې د لیزر وسلو پر جوړولو باندې کار کیږي، خو پوهان په دې هکله په شک او تردید کې دي چې دومره کوچنی لیزر توپک دې تیار کړی شي، ځکه چې په خبره یې لیزري وسلې ډیر زیات قوت ته اړتیا لري.

زموږ له آرشیف څخه: