1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین خپل اقتصاد ته لا ډیري نغدي پیسې داخلوي

۱۳۹۷ تیر ۴, دوشنبه

د چین مرکزي بانک ویلي دي چې د دې هیواد د ډیرو پور ورکوونکو له پاره یې د نغدو پیسو د ساتلو اجباري اندازه راټیټه کړې ده. په دې سره به شرکتونه د مصرفونو د تمویل له پاره کافي اندازه پیسې ولري.

https://p.dw.com/p/30EaB
China Banknoten in Linyi
انځور: picture-alliance/dpa/Zhang Chunlei

د چین مرکزي بانک اعلان وکړ چې د پور ورکوونکو له پاره د نقدو پیسو د ساتلو اندازه ۵۰ پاینټه راکښته کړي چې د وړوکو شرکتونو له پاره لا ډیري پیسې آزاده شي. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د چین او امریکا متحدو ایالاتو تر منځ تجارتي سیالۍ مخ پر زیاتیدو دي.

پر دې سره به نو اوس بانکونه د خپلو فعالیتونو د تضمین له پاره د پخوا په پرتله کمې پیسې وساتي. د چین دولتي بانک په یوه بیانیه کې ویلي دي چې په دې ترتیب سره به نو د چین اقتصاد ته ۷۰۰ میلیارده ین چې له ۱۰۸میلیارده ډالرو سره برابر دي، آزادي شي.

دغه سیاست به د جولای میاشتي له پنځمې نیټې څخه پلي شي. دا تر هغه یوه ورځ مخکې نیټه ده چې امریکا متحد ایالات پر چینایي وارداتو باندي چې ارزښت یې ۳۴ میلیارده یورو ته رسیږي، لوړې ګمرکي تعرفې وضع کوي.

دا په روان کال کې دریم وار دی چې چین په ورته اقدام باندې لاس پورې کوي. له ډیر وخت راهیسې تمه کیده چې چین به په دې کار لاس پوري کړي، ځکه اوس د چین په مارکېټ کې د نقدو پیسو د کمښت په اړه اندیښنې موجودې دي. اقتصاد پوهان تمه لري چې چین به په روان کال کې بیا هم د بانکو له پاره د نغدو پیسو د ساتلو اندازه راټیټه کړي.

بانکونه به آزادي شوي پیسې د وړوکو تجارتونو د تمویل او د بانکونو د ارزښت پر ساتلو باندې ولګول شي.