چارواکي: طالبانو لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مسافر يرغمل کړي
۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبهدا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني، له وسله والو طالبانو سره د لوې اختر په مناسبت د اوربند اعلان کړی دی.
د کندز د ولايتي شورا مرستيال محمد يوسف ايوبي، وويل چې طالبانو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اگست ۲۰) خان آباد ولسوالۍ ته څيرمه پر لويه لاره له دريو بسونو مسافر يرغمل ونيول.
د ايوبي په باور طالبان ښايي د دولتي کارکوونکو او يا امنيتي ساتونکو په لټه کې ول.
د تخار ولايت د پوليسو مشرعبدالرحمان آقتاش، وويل چې مسافرين د تخار او بدخشان ولايت اوسیدونکي دي او پلازمينې کابل ته پر لار ول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو دغه لاره د طالبانو تر گواښ لاندې بلل کيږي.
د کندز د ولايتي شورا مرستيال محمد يوسف ايوبي، وويل: «تر اوسه د مسافرو د برخليک په اړه هيڅ معلومات نشته خو قومي مشران او ځاي چارواکي له طالبانو سره د خبرو اترو هڅه کوي.»
ولسمشر غني د يکشنبې په ورځ طالبانو ته د سولې د بلنې په ترڅ کې وويل چې «اوربند د دواړو اړخونو له لوري بايد وڅارل شي او د دې دوام او موده د طالبانو له دريځ سره تړلې ده.»
د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده، يو وار بيا د طالبانو پر هغه دريځ تينگار وکړ چې روانه جگړه يوازې له امريکا متحده ايالاتو سره د مستقيمو خبرو اترو له لارې حل کيدلای شي.
د شنبې په ورځ د لوې اختر په مناسبت هیبت الله اخندزاده پرته له دې چې په مسقتیم ډول اوربند او یا هم د سولې خبرې ته اشاره وکړي ټينګار وکړ چې دغه ډله اسلامي اهدافو، د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو او د جگړې ختمولو ته ژمن ده.
ولسمشر غني د اوربند د اعلان په ترڅ کې وويل چې دی تمه لري پر اوربند د نوامبر تر ۲۰ نیټې يعني د ميلاد تر ورځې پورې توافق وشي.
AP (B.S/S.M)