1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پولیس: د کابل په چاودنه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

د پولیسو په حواله په کابل کې کلیو پراخیتا وزارت مخې ته د یکشنبې ورځې پا ځانمرګې برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل او ټپیان شوي دي. دا دوهم ځل دی چې په دې وروستیو کې دغه وزارت ته څیرمه برید کیږي.

https://p.dw.com/p/31Tlm
Anschläge in Afghanistan
آرشیفانځور: picture-alliance/dpa/M. Hossaini

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي د فرانسې خبري آژانس ته د برید په هکله وویل چې برید د کلیو پراخیتا د وزارت ودانۍ ته څیرمه په ځايي وخت ۴ نیمې بجې شوی.
 په عین وخت د کلیو پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند ویلي چې بریدګر د وزارت دروازې ته نږدې د امنیتي پوستې ترڅنګ ځانته هغه وخت چاودنه ورکړې چې د وزارت کارکوونکي د کاري ورځې تر پای ته رسیدو وروسته د خپلو کورونو پر لوري روان وو. 
نوموړي وویل چې په دې پیښه کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور بیا ټپیان دي چې زیاتره یې د وزارت کارکوونکي دي. تر اوسه پورې دغه شمیرې په رسمي توګه نه دي تائید شوي. 
یوازې په تیره شاوخوا یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې دغه وزارت په نخښه کیږي. د روان کال د جون میاشتې په ۱۱ نیټه یوه ځانمرګي بریدګر د وزارت دروازې ته څیرمه ځانته هغه وخت چاودنه ورکړه چې د وزارت کارکوونکي بس ته د ختلو له پاره کتار کې ولاړ وو. دغه برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی وو چ ې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي وو او شاوخوا ۳۱ تنه نور یې ټپیان کړل. 
د یکشنبې په ورځ دغه ځانمرګی برید داسې مهال کیږي چې همدا نن ملګرو ملتونو د افغانستان د حګړې له امله د ملکي تلفاتو تازه شمیرې خپرې کړې. ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۶۹۲ کسان وژل شوي کوم چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله یو فیصده لوړوالی ښيي.