په یمن کې د ښوونځي پر سرویس برید ۲۰ ماشومان وژلي
۱۳۹۷ مرداد ۱۸, پنجشنبهد پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف یوه هوايي برید د یمن په صعده ښار کې یو بس په نخښه کړی چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي او یو شمیر نور بیا ټپیان دي. په یمن کې د روغتیا د برخې چارواکو او سره صلیب ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ماشومان هم شامل دي. تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې په دې هوايي بریدو کې څومره توغندي فیر شوي او په پایله کې یې څومره ماشومان وژل شوي دي.
په یمن کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې بیا رپوټ ورکړی چې د شمالي ولایت صعده د دهیان مارکیټ ته څیرمه د ښوونځي پر یوه سرویس باندې د هوایي برید وروسته یوه روغتون ته په لسګونو مړي او ټپیان وروړل شوي دي. سور صلیب د دغه روغتون سره مرسته کوي. دغه سیمه د حوثي یاغیانو پوځ سنګر ګڼل کیږي. سره صلیب د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې، د کړکیچ پر مهال باید ملکیان خوندي شي.»
په صعده ښار کې د روغتیا د څانګې ځايي مشر عبدالغني نایب رویترز خبري اژانس ته ویلي چې په دې پیښه کې ۴۳ کسان وژل شوي او ۶۱ تنه نور بیا ټپیان دي. په عین وخت کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف بیا د دغه برید ننګه کړې او د هغو یاغیانو په نخښه کول یې قانوني پوځي اقدام ګڼلی دی، کوم چې له یمن څخه پر سعودي عربستان توغندي توغوي. په یمن کې سعودي عربستان او د دې هیواد سني متحدین د تیرو دریو کلونو راهیسې د حوثي یاغیانو پر ضد په جګړه کې بوخت دي.
بل لوري ته بیا د یمن په پلازمېنه صنعا کې د حوثي یاغیانو د المسیره، په نوم تلویزوني چینل د وژل شوو کسانو شمیر ۳۹ او د ټپیانو بیا ۵۱ کسه ښوولی دی. ویل شوي دي چې زیاتره ټپیان ماشومان دي. د تلویزون په انځورونو کې ښوول کیږي چې ټپیان له سرویس موټر څخه راایستل کیږي او روغتون ته انتقالیږي.
د حوثي یاغیانو تر کنترول لاندې سیمې د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحیدري ویلي دي چې د زیاتره وژل شوو کسانو عمرونه تر ۱۵ کلونو ټيټ دي.
د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس د دغه هیواد په مشرۍ د پوځي ائتلاف د ډګروال ترکي المالکي له قوله لیکلي دي چې په صعده کې د پنجشنبې د ورځې هوایي برید پر یوې توغندي توغونکي دستګاه باندې شوی وو. هغه پر حوثي یاغیانو تور پورې کړی دی چې له ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي. د هغه په خبره دغه هوایي برید له نړیوالو بشري قوانینو سره سم وو.
د پنجشنبې په ورځ د یمن په پلازمینه صنعا کې د نورو هوایي بریدونو رپوټ هم ورکړل شوی دی. خو لا د مرګ ژوبلې او زیانونه په هکله بشپړ معلومات لا نه دي ورکړل شوي.
اقتصادي اهداف
په وروستیو میاشتو کې په یمن کې پر اقتصادي اهدافو باندې بریدونه ډیر شوي دي. تیره اوونۍ د یمن په بندري ښار حدیده کې د کبانو پر یوه مارکیټ باندې برید وشو چې د سره صلیب په وینا ۵۵ ملکیان په کې ووژل شول او تر ۱۷۰ زیات یې ټپیان کړل. په عین وخت کې د تیرو دریو کلونو د کړکیچ په ترڅ کې د یمن زیربناوو ته سخت زیان هم اوښتی دی.
یمن چې د نړۍ یو له بې وزله هیوادونو شمیرل کیږي په کې تر ۲۲.۲ میلیونو زیات انسانان مرستو ته اړتیا لري. دغه کړکیچ د نړۍ په کچه یو له خرابو بشري کړکیچونو شمیرل کیږي.