1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کینیا کې ټاکنې پېل شوې

۱۳۹۶ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

په کېنیا کې رای ورکوونکي نوی پارلمان او ولسمشر ټاکي. په ټوله کې ۱۶۰۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي دي. څارونکي د ټاکنو په ورځ له تاوتریخوالي څخه د ډکو ناکراریو په اړه اندیښنه څرگندوي.

https://p.dw.com/p/2hqjf
Kenia Wahlen in Nairobi
انځور: Reuters/T. Mukoya

د سه شنبې په ورځ سهار وختی په پلازمېنه نایروبي کې د رای ورکولو مرکزونو مخې ته خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ ول. د سیمې په وخت د سهار له شپږو بجو څخه ۱۹ میلیونه راجستر شویو رای ورکوونکو خپلې رای کارولی شواې. د کینیا اوسیدونکو د ولسمشر او پارلمان د دواړو خونو د تر څنگ د ۴۷ اداري حوزو له پاره نوي استازي ټاکي.

د کینیا د بشري حقونو د کمېسیون مشرې کگویریا مبگوري، د ټاکنو په درشل کې ویلي دي چې شا او خوا ۱۶۰۰۰ کاندیدانو ته په کتو سره ښایي ډیر بایلونکي ووسي. هغې رای ورکوونکو ته خبرادری ورکړی دی چې د خپلو ناهیلو له پاره کینیا «سوځیدو ته مه پریږدئ».

اوسني ولسمشر اوهورو کنیاتا، او د هغه سیال رایلا اودینگا، سخت انتخاباتي کمپیاینونه تر سره کړي دي او د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې د دواړو کاندیدانو تر منځ به اوږه په اوږه سیالي وي.

کنیاتا نه غواړي چې د کینیا په تاریخ کې داسې لومړنی ولسمشر اوسي چې یوازې یو وارې یې د ولسمشرۍ دوره تیره کړې وي. هغه په ۲۰۱۳م کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وکوچید. که څه هم ویل کیږی چې کنیاتا د دغه هیواد زیر بناوو کې ښه والی رامنځ ته کړ او ځینې سترې پروژې یې پېل کړې خو انتقاد کوونکي پر هغه باندې تور پورې کوي چې د فساد پر ضد یې ډیر څه نه دي کړي.

اودینگا بیا د فساد پر ضد د مبارزې ژمنه کړې ده. پر دې سربیره هغه ژمنه کړې چې د ۴۸ میلیونه کینیایانو د اوسیدو له پاره ارزانه ځایونه برابر کړي. اودینگا چې د څلورم ځل له پاره ځان کاندیدوي، ښایي د دغه لوړ مقام له پاره یې دا وروستی چانس وي.

د رای ورکولو مرکزونو مخې ته خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي
انځور: Reuters/T. Mukoya

د انتخاباتو د الیکترونیکي سیستم مشر وژلو هم پر دغه ټاکنو خپل سیوری غوړولی چې لا تر اوسه یې د قتل علت معلوم نه دی. دغه کار د رای ورکوونکو تر منځ د یو ډول ابهام د رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.

د ټاکنو د امنیت له پاره ۱۸۰ زره امنیتي ځواکونه گومارل شوي

اودینگا چې له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د حکومت مشر وو، تل پر کنیاتا باندې په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه لگولي دي. کنیاتا په یوه ژوندۍ تلویزوني خپرونه کې له ولس څخه غوښتي دي چې د ټاکنو په ورځ آرامه پاتې شي. د دې له پاره چې ټاکنو دویم پړاو ته و نه غځیږي، نو یو نوماند باید د ټولو رایو ۵۰ سلنه او حد اقل د کینیا په نیمایي سیمو کې ۲۵ سلنه رایې خپلي کړي.

کینیا ته له ډیر وخت راهیسې د یوه باثباته هیواد په سترگه کتل کیږي. د څو اوونیو له پاره انتخاباتي مبارزې هم په سوله ییز ډول تر سره شوې. خو څارونکو د ۲۰۰۷م کال په څیر د خونړیو ناکراریو څخه په اندیښنه کې دي. هغه وخت د ټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي ډکو پیښو کې تر ۱۰۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او ۱۵۰ زره کسان تیښتې ته مجبوره شوي وو. دا ځل د ټاکنو د امنیت خوندي ساتلو له پاره شا او خوا ۱۸۰ زره امنیتي ځواکونه پر دنده گومارل شوي دي. د پارلمان او ولسمشر تر څنگ والیان، سناتوران او د ښځو استازې هم ټاکل کیږي. په زرگونو څارونکي باید د ټاکنو بهیر وڅاري. د اساسي قانون له مخې د ټاکنو پایلې باید تر اوو ورځو پورې اعلان شي.