1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مظاهره کوونکي: افغانستان دې له پاکستان سره خپلې اړیکې وشلوي

۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهرې وشوې. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوړپوړي چارواکي وایي پاکستان ته یې داسې شواهد وړاندې کړي چې په وروستیو بریدونو کې د پاکستان میشته کسانو ښکیلتیا ثابتویي.

https://p.dw.com/p/2ruOd
Afghanistan Kabul Protest gegen vermutete pakistanische Unterstützung der Taliban
انځور: DW/H. Hamraz

دغه مظاهرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې دي. په دغو مظاهرو کې چې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ترسره شوې، مظاهره کوونکو د «مرګ پر پاکستان» شعارونه ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي، پاکستان ته له یوه ناڅاپي سفر، وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا وکړه. پاکستان ته د خپل سفر پر مهال، دغو افغان چارواکو خپلو پاکستاني سیالو ته داسې شواهد وړاندې کړي چې هیله لري اسلام آباد به یې له مخې د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو پر ضد چې ادعا کیږي په پاکستان کې میشت دي، اقدام وکړي.

برمک وویل: «موږ پاکستان ته په دې هیواد کې د طالبانو د فعالیت د مرکزونو په اړه اسناد وړاندې کړل او تمه لرو چې پاکستان به یې پر ضد اقدام وکړي.»

د کورنیو چارو وزیر د هغو اسنادو په اړه معلومات ور نه کړل چې له اسلام آباد سره شریک شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د څیړنو پر مهال باید د دغو استخباراتي شواهدو په اړه معلومات خپاره نه شي.

د شنبې په ورځ به هم یو لوړپوړی پاکستاني پلاوی کابل ته راشي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان باندې خپل فشارونه زیات کړي دي او له دې هیواد څخه غواړي چې د حقاني شبکې پر ضد اقدامات وکړي.

کابل او واشنګټن ادعا کوي چې اسلام آباد د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پر مخ یوسي، او د دغو ډلو د مشرتابه پر ضد چې د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري، اقدامات نه کوي. پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي.