په کابل کې دوو بمي چاودنو مرګژوبله اړولې
۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبهد کابل د پولیسو ویاند بصير مجاهد وویل چې چاودنه د شنبې په ورځ د پلازمېنې کابل په یوه سړک کې رامنځته شوه. مجاهد وویل چې په پيل کې د امنیتي ځواکونو یو پوځي موټر د یوه بمي برید هدف وګرځید او کله چې پوليس د وضعیت د کنترولو له پاره د پيښې ځای ته ورسیدل یوه بله چاودنه رامنځته شوه.
د پولیسو ویاند د اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د دویمې چاودنې په ټپیانو کې د پولیسو یو قوماندان هم شامل دی.
په کابل کې د دویچه ویله خبریال وویل چې دغه پيښه د پلازمېنې کابل په پل محمود خان سیمه کې رامنځته شوې ده.
چارواکو دقیقاً نه دي ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې څو تنه پوځیان او څو تنه یې د پولیسو امنیتي ځواکونه دي. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د امریکایې سرتیري هويت
په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم د هغه امریکایې سرتیري هویت اعلان کړی دی چې د پنجشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ټپي او وروسته یې بیا سا ورکړې وه.
د پنټاګون په اعلامیه کې ویل شوی دي چې د امریکایې پوځ د ۶۰ لِوا سرتیری جیمس سلاپ، د متحده ایالاتو د سویلي کارولینا ایالت پورې تعلق درلود چې د افغانستان په هلمند ولایت کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ټپي او وروسته یې بیا د دغو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په امریکا کې د سیمه ایزو رسنیو له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې دا د امریکایې ځواکونو اتم سرتیری دی چې د روان ميلادي کال د پیل راهیسې د افغانستان په جګړه کې وژل کیږي.