تروريزم
په پاکستان کې یوه ځانمرګي برید دوه پوځیان وژلي
۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبهاعلان
د پولیسو یوه چارواکي عمران ملک، ویلي دي چې پیښه په پیښور کې رامنځ ته شوې. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې برید کوونکی پر یوه موټرسایکل باندې سپور وو.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې د برید پړه منلې ده. د دې ډلې ویاند محمد خرساني په دې اړه رسنیو ته یوه بیانیه هم استولې ده.
برید تر هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د یو لړ نویو عملیاتو د په لاره اچولو اعلان وکړ. د دغو عملیاتو هدف له سیمه څخه د اسلامي دولت ترهګرې ډلې غړو پاکول ښوول شوي دي.
په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډله ډیر پراخ حضور نه لري خو وخت ناوخت د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي. دغه ډله بیا د نورو سیمو په پرتله د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ډیر فعالیت لري.