1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي ۳۰ ميليونه کوره بريښنا نه لري

۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د هندوستان حکومت د دې هیواد ټولو کلیو ته د بریښنا رسول لمانځي، ټولو کورونو ته دوامداره او با ثباته بریښنا نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/30nZA
Indien Wada Männre zünden Petroleumlampe an
انځور: Getty Images/AFP/P. Pillai

د روان کال د اپریل میاشتې پر ۲۸مه نیټه، د هندوستان په منيپور ایالت کې لیسانګ، وروستۍ سیمه وه چې ورته بریښنا ورسول شوه. په دې ترتیب سره نو دا د هندوستان د ۵۹۷۴۷۴ کلیو څخه وروستی وو چي پکښې د تیلي څراغونو پر ځای برقي ګروپونه ولګول شول. دغې پروژې ته نزدې ۱۱ میلیارده ډالر ځانګړې شوي دي.

د هندوستان لومړي وزیر نرندرا مودي، پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي دي چې «اوس نو د هندوستان ټولو کلیو ته بریښنا رسیدلې ده». خو د مودې پر دې ادعا سربیره، اوس هم په میلیونونو هندیان په تیاره کې ژوند کوي.

کليو ته بریښنا رسیدلې خو کورونه اوس هم بریښنا نه لري

بهرني کارپوهان د هندوستان د حکومت دغه ادعا په احتیاط سره ارزوي ځکه ټولو کلیو ته د بریښنا رسول هر کور ته د بریښنا د رسولو په معنی نه ده. که د یوه کلي په لس لسنه بنسټونو لکه کورونو، ښوونځیو او روغتونونو کې د بریښنا د ویش امکانات موجود وي نو دغه ټول کلی د بریښنا تر پوښښ لاندې راغلی بلل کیږي. د دې له پاره آن اړینه نه ده چې د بریښنا د ویش په دې سیستم کې بریښنا موجوده وي. په دې ترتیب سره نو که په یوه کلي کې بریښنا نه وي خو لس سلنه بنسټونه یې د بریښنا د ویش امکانات ولري نو هغه ته بریښنا رسېدلې بلل کیږي.

د انرژي او سرچینو له انستیتوت څخه سسویتا چاودري، دویچه ویله ته وویل چې لا هم ډیر کار ته اړتیا ده چې د هندوستان هر کور ته بریښنا ورسیږي. د هغه په خبره د بریښنا تر پوښښ لاندې د کلیو راتلو له پاره لا هم په هندوستان کې یو روښانه تعریف شتون نه لري.

په مخ کې سخته لار

کله چې مودي د هندوستان لومړی وزیر شو نو نزدی ۳۰۰ میلیونه هندیانو بریښنا ته لاس رسۍ نه لاره. هغه د ۲۰۱۵م کال په نوامبر میاشت کې وویل چې ۱۸۰۰۰ کلو ته به په ۱۰۰۰ ورځو کې بریښنا ورسیږي. په دې وخت د هندوستان د بریښنا پر وزارت باندې نیوکې وشوې ځکه دې ادارې په هغه صورت کې چې د یوه کلي ۱۰ سلنه کورونه بریښنا لرلي، هغه د بریښنا تر پوښښ لاندې راغلی باله.

د دولتي معلوماتو له مخې په هندوستان کې اوس هم ۳۰ میلیونه کورونه بریښنا نه لري چې دولت ورته د ۲۰۱۸م کال تر پای پورې د بریښنا رسولو پلان لري. کارپوهان وایي چې د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره باید حکومت چي اوس په مياشت کي ۳۰۰ زرو کورونو ته بريښنا رسوي بايد په میاشت کې ۳ ميليونو کورونو ته پورته کړي.

هندي چارواکي ټینګار کوي چې کلیو ته د بریښنا له رسیدو سره بنسټونه را منځ ته کیږي او کورونو ته د بریښنا د رسولو زمینه برابریږي. د هغوی په خبره د بریښنا تر پوښښ لاندې د کلیو راوستل د دې پروژې لومړی برخه ده. دویمه برخه به کورونو ته بریښنا د شبکې رسول او دریمه به بیا ټولو ته په مناسبه بيه باندې د بریښنا برابرول وي.