1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالند کې پر ماشومانو د انرژۍ نوشابو پر خرڅلاو بنديز ولګېد

۱۳۹۷ تیر ۱۴, پنجشنبه

په هالند کې په آلدي او ليدل سوپرمارکيټونو کې پر ماشومانو باندې د انرژي بښونکو نوشابو پر خرڅلاو بنديز ولګېد. دغه اقدام د دې لامل ګرځيدلی دی چې پر دغه ډول نوشابو د خلکو نيوکې زور واخلي.

https://p.dw.com/p/30sMJ
10 Jahre Dosenpfand Energydrinks Red Bull
انځور: picture-alliance/dpa

انرژي ورکونکې نوشابې يعنې له حده ډير خواږه (شکر) او کافئين لرونکي يا په ريښتينې معنی غيرسالم څښاک. په پام کې ده چې په ټول هالند کې پر ماشومانو باندې د دغه ډول نوشابو پلورل بند شي.

د شپيګل رپوټ پر اساس، الدي د تيرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اکتوبر مياشتې له لمړۍ نيټې څخه به د دوي په څانګو کې تر ۱۴ کلنۍ پر کښته ماشومانو باندي د انرژي لرونکې نوشابو پلور بند وي.

الدي مغازې، له هغه وروسته په دغه اقدام لاس پورې کوي چې په ټولنه کې د انرژي لرونکو نوشابو د ناسالم توب په اړه انديښنې زيادې شوې. الدي وايي: «دا چې موږ پر ماشومانو ناسالمه نوشابې نه خرڅوو، مرسته کوي چې هغوی تر دې لا سالم توکي رانيسي».

له الدي سره جوخت، ليدل مغازې هم اعلان کړی دی چې څانګې به يې په ټول هالند کې پر ماشومانو انرژي بښونکې نوشابې نه پلوري. ليدل دغه راز ويلي دي چې پر ماشومانو يې د انرژي نوشابو تر څنګ د سګرتو خرڅلاو هم بند کړی دی.

انرژي لرونکې نوشابې د زيات مقدار خوږې او کافئين په لرلو، غيرصحي ارزول کيږي. خپګان، له حده زياته ستړيا او د زړه نامنظم حرکات کيدای شي د دغې نوشابې د استعمال له کبله راوتلي اضرارو وي.

د هالند د ماشومانو د روغتيا ټولنې، د ۲۰۱۸م کال په پيل کې غوښتي ول چې پر تنکيو ځوانانو او له ۱۸ کلنۍ کښته ماشومانو باندې دې د انرژي لرونکو نوشابو پلور بند کړل شي.

که څه هم د هالند د روغتيا وزارت دغه غوښتنه رد کړې ده، خو په دې اړه يې د حل لارو چارو د موندلو په موخه ښوونځيو، ورزشي مرکزونو او شرکتونه ته بلنې ورکړي دي.

Symbolbild Aldi Lidl Discounter Plastiktüte
ليدل شرکت ويلي دي، چې دوی د آلمان له پاره د سپارښتنې دغه ډول کوم پروګرام نه لريانځور: picture-alliance/dpa

د خوراکي موادو اړوند ادارو سپارښتنه کړې ده چې انرژي بښوونکې نوشابې بايد د هغو ماشومانو په اختيار کې ور نه کړل شي چې ۱۴ کلن شوي نه وي. په هالند کې ډيرو ښوونځيو له همدا اوسه په خپلو کانتينونو کې د دا ډول انرژيو راوړل درولي دي.

په ورته وخت کې د الدي شمال او الدي سويل شرکتونو اعلان کړی دی چې دوی په آلمان کې د مشتريانو عمر ته په کتو د انرژي لرونکو نوشابو د خرڅلاو په برخه کې د بنديز لګولو کوم پروګرام نه لري.

ليدل شرکت ويلي دي، چې دوی د آلمان له پاره د سپارښتنې دغه ډول کوم پروګرام نه لري.

دغو شرکتونو ويلي دي چې د انرژي لرونکو توليداتو پر قوطيو ليکل شوي معلومات په خپله د دې ښکارندوي کوي چې دغه محصولات د کافئين لوړ مقدار لرونکي دي.

خو له مصرف کوونکو څخه د ملاتړ سازمان بيا پر دغو څرګندونو نيوکې کړي او ويلي يې دي چې: «الدي او ليدل نه بايد د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ژغورنې له پروګرامونو څخه بيرته پاتې شي».

الدي او ليدل دوې مشهورې مغازې دي چې د آلمان په ګډون په ډيرو اروپايي هيوادونو کې څانګې لري.

زموږ له آرشيف څخه: