1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ننگرهار کي ځايي ملېشو پر امريکايانو بريد کړی

۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبه

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو د ځايي ملېشو له ډزو وروسته بهرنیانو پر دغو ملېشو بمباري کړې ده. ويل شوي چي دغه کسان د ظاهر قدير وسله وال دي.

https://p.dw.com/p/2qhb5
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Englisch
انځور: DW

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط په سيمه کي دویچه ویله خبريال ته ويلي دي چي د دغه ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر ملېشو ځینو کسانو پر امریکايي ځواکونو مخامخ ډزې کړي، چې وروسته د بهرنیانو له لوري پر یادو ملېشو بمباري هم شوې دی.

دغه سرچینه وايي، د ملېشو په ډزو بهرنیانو او د هغوی په بمباريو ملېشو ته تلفات اوښتي، خو سرچینه په دې اړه له ډېرو مالوماتو ورکولو ډډه کوي.

د ننګرهار حکومتي چارواکي په دې اړه مالومات نه ورکوي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل عبید شینواري دويچه ويله ته وویل، د اچین په مامند دره کې د ظاهر قدیر ملېشو بهرنیانو ته تلفات اړولي او دغه راز د خارجیانو بمبارۍ کې هم د دوی د لومړنیو مالوماتو له مخې تر ۱۸ ملېشې وژل شوي دي.

هغه وويل: «ملېشه هلته وه، خارجیانو ځان سره خپله بېولې وه. خارجیانو باندې یې ډزې کړي دي. هغوی بمبار کړی دی. تر۱۸ پورې د ملېشې د وژل کېدو اوازه ده.»

لال حبیب هم په اچین ولسوالۍ کې د ظاهر قدیر په ملېشو کې د هغه تر قوماندي لاندې د داعش پر وړاندې جنګېږي. هغه دويچه ويله پښتو ته وویل، د دوی ځینو ملګرو چې له بهرنیو ځواکونو سره یې غونډه لرله، پر امریکايانو ډزي کړي دي، چې وروسته بهرنیانو د هغوی ځیني ملېشې بمبار کړي دي: «د باچاخان قومندان ملګرو پرې ډزې کړي دي. طیارې راغلې، زه هم وم، بمبار یې وکړ. تقریبآ ۱۵کسه یې ووژل».

د اچین ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو د نومونو د نه خپراوي په شرط دویچه ویله ته وویل، د اچین په مامند دره کې د ظاهر قدیر د ملېشو او امریکايي ځواکونو تر منځ تر لانجې وروسته د ملېشو له لوري پر خاريجانو ډزې شوي، چې د ملېشو په دزو کې بهرنيو عسکرو ته زيان اوښتی.

دوی وویل، له دغې پېښې سمدستي وروسته امریکايي چورلکو پر ملېشو بمباري وکړه او تر ۱۵ ملېشې یې وژلي دي.

بهرنیو ځواکونو سملاسي همدومره ویلي، چې له دغه ډول راپورونو خبر شوي او وروسته به یې په اړه مالومات رسنیز کړي.

بله خوا بيا د وسله والو طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د مامند په دره کې د امریکايي او افغان ځواکونو په یوه ګډه غونډه کې د دوی دوه نفوذي کسانو چې لا پخوا د ظاهر قدیر په ملېشو کې د قومندانانو په توګه ګمارل شوي ول، ډزې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو ډزو کې ۱۶ امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي او دغه راز دغه دوه قومندانان هم وژل شوي دي.

ظاهر قدير په اړه تر اوسه پوري څه ويلي نه دي.