1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په موصل کي داعش ته فقط ۲۵۰ متره مربع ساحه پاته ده

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

د عراق پوځ په موصل کي د نور پرمختگ خبره کوي او ویلي یې دي چي داعش ډله د دجلې له رود سره یوې کوچنۍ ساحې ته پرشا سوې ده. پوځ ویلي دي چي د هغوی وروستي مورچلونه به په همدا اوونۍ کي ونیول سي.

https://p.dw.com/p/2g98F
Irak | Gefecht in Mossul
انځور: REUTERS/A. Al-Marjani

یو وخت د عراق د شمال لوی ښار موصل د داعش ډلي مهم مرکز وو. خو اوس د هغوی وروستي کسان د موصل د زاړه ښار یوه کوچنی برخه کنټرولوي. د پوځ یوه عالي رتبه افسر ويلي دي چي د هغوی فقط یو څو سوه جنگیالي اوس کوښښ کوي، د عراقي پوځ او متحدینو په مقابل کي دفاع وکړي.

داعش په دې لار کي د ملکي خلگو په منځ کي ځانمرگي بریدونه هم تر سره کوي. په عراق کي د بين المللي نظامي اییتلاف یوه استازي وویل چي په موصل کي د اسلامی دولت ډلي تر کنټرول لاندي يوازي ۲۵۰ متره مربع ساحه پاته ده. کاناډايي جنرال دېو اندرسن په بغداد کي وویل چي «داعش ډله د دجلې له رود سره یوې کوچنۍ ساحې ته پرشا سوې ده.»

د موصل تر څنگ داعش ډله په رقه کي هم له سقوط سره مخامخ ده. خو سوال دادی چي څوک به بیا هلته د قدرت خلأ ډکوي. ځکه د داعش ضد اییتلاف په داخل کي دښمنۍ او کشمکشونه موجود دي.

د عراق پوځ اټکل کوي چي په موصل کي به د «اسلامي دولت» (داعش) ډلي وروستي سنگرونه همدا اوونی لا ونیول سي. هغوی د داعش پرضد عملیات اته میاشتي دمخه لا شروع کړي وه. د داعش له پاره موصل د هغوی د پایتخت اعتبار درلودئ او همدلته ابوبکر بغدادي په ۲۰۱۴م کال کي خلافت اعلان کړی وو.

ډیر ملکي کسان بنديان دي

د ملگرو ملتونو په حواله په موصل کي اوس هم ډیر ملکي کسان د دواړو جبهو په منځ کي بند پاته دي. دا هم په داسي حال کي ده، چي عراقي پوځ د اسلامي دولت ډلي له وروستیو جنگیالیو سره په سخت جنگ اخته ده. په عراق کي د ملگرو ملتو د مرستو سازمان ورکونکې لیزا گراند، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي په اوس وخت کي کیدای سي په زاړه ښار کي د جنگ د دواړو جبهو ترمنځ تر۲۰۰۰۰ پوري ملکي کسان بند پاته وي.

هغوی د فیرونو د تبادلې او هوايي بریدونو له کبله له ډیر خطر سره مخامخ دي. د هغوی د ژوندانه شرایط هم ډیر خراب سوی دي، ځکه چي هلته هیڅ شی نه سته. له موصل ښار څخه د عملیاتو له پيل راهیسي ۹۱۵۰۰۰ کسان وتلي دي او تر اوسه پوري لا ورته ۷۰۰۰۰۰ بیرته نه دي راغلي.

۵۰۰ کورونه نړيدلي او۵۵۰۰ نور متضرر سوي دي

خصوصأ د موصل د ملیوني ښار د غرب ډیري برخي تخریب سوی دي. د ښار د استوگني له ۴۴ ناحیو څخه ۶ یې کاملأ نړیدلي او ۲۲ نور یې تر یوه حده پوري تخریب سوي دي. د لیزا گرانډ په خبره د هغوی د بیرته جوړیدو او ترمیم له پاره تر ۷۰۰ ميلیونه اضافه ډالرو ته اړتيا ده.

دغه ښار په ۲۰۱۴م کال کي بې له مقاومت څخه داعش ته تسلیم سو، چي وروسته یې د سوريې په یوه برخه او عراق کي خلافت اعلان کړ. خو تر هغه راوروسته یې په کراه کراره سره اکثره خپلي ډیري کنټرولیدونکي برخي له لاسه ورکړي دي. تر ډیرو تیاریو وروسته بلاخره د عراق پوځ د شیعه ملیشو او امریکايي قواوو په مرسته په موصل کي عملیات پيل کړل. دغه ښار په لنډ وخت کي له سقوط سره مخامخ دی.

زموږ له ارشيف څخه: