1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جلال اباد کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ تیر ۱۹, سه‌شنبه

د ننگرهار چارواکي وايي چې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کي ځانمرگي بريد ۱۲ کسان وژلي او پنځه نور ټپيان دي. خو عيني شاهدان د ډيرو تلفاتو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/317Q8
Explosion in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/S. Safi

د سه شنبې په ورځ سهار د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ملي امنیت د پلټنې پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی چې پکښې د امنیت دوه کارمندان او ۸ عام وگړي وژل شوي او څلور کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه ویله ته وویل چې دغه ځانمرګی برید د شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلو په چوک کې د تېلو له یوه پمپ سره نیږدې شوی دی. هغه وويل چي په وژل شوو کسانو کي دوه د ملي امنيت کارمندان او ۸ عام وگړي دي.

د ننگرهار د عامي روغتيا رياست وياند انعام الله مياخيل دويچه ويله ته وويل چې د پيښي له ځايه څخه يې د جلال اباد حوزوي روغتون ته لس جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي دي. هغه وويل چې د ټپيانو له ډلې د یوه روغتیايي حالت ښه نه دی.

خو د ننگرهار د عامي روغتيا رئيس نجيب الله کاموال ويلي دي چي د وژل شوو کسانو شمېر ۱۲ ته رسېدلی او پنځه کسان ټپيان سوي دي.

د پېښې په سیمه کې د امنیت یوه کارمند د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې په دغه ځانمرګي برید کې د ملي امنیت د کارمندانو په گډون تر نهو ډېر کسان وژل شوي، چې جسدونه یې سوځېدلي دي او ډير نور ټپیان شوي دي. هغه ويلي دي چي په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

ويل شوي دي چې د پېښې ځای ته نیږدې په یوه موټر شويي کې اووه موټره هم سوځېدلي او په خوا کې یې یو شمېر هټیو هم اور اخستی. خو تر اوسه پوري په رسمي ډول دغه تلفات تائيد شوي نه دي او د مالي زيان په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

په سیمه کې عیني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې په خالص فامیلو چوک کې تر یوې چاودنې وروسته هلته د تېلو په یوه پمپ کې اور هم لګېدلی، چې ممکن د مالي تلفاتو تر څنګ پکې ځاني تلفات هم اوښتي وي.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کومي وسله والې ډلې نه دی منلی.