په جرمني کي د پناه غوښتني قانون نور هم سختيږي
۱۳۹۷ مرداد ۱۱, پنجشنبهد جرمني حکومت د پناه غوښتني قانون د لا سختولو له پاره يوه طرحه تياره کړې ده. د دغي طرحي له مخي هغه مهاجر چي د پناه غوښتنه يې منل سوې وي هم بايد يووار د مهاجرو چارو ادارو ته ځان حاضر کړي، څو د پناه غوښتني دورې د دوام يا ختمېدو په اړه يې وروستۍ پريکړه وسي.
د مهاجرو او پناه غوښتني په برخه کي د جرمني د فدرالي ادارې (Bundesamt für Migration und Flüchtlinge) د دغي نوي طرحي له مخي بايد پر دغو پناه غوښتنوکو باندي د مياشتنيو پيسو په بندولو سره، هغوی دې ته مجبوره کړي، چي د پناه د راتلونکي په اړه ئې له دولتي ادارو سره خبرو اترو ته ورسي.
دولتي مامورين به په هغو غونډو کي چي له مهاجرو سره به ئې لري، د پناه غوښتني دلايلو د احتمالي ختمولو په اړه به نظرونه سره تبادله کوي. له دولتي ادارو سره همکاري تر اوسه د هغو مهاجرو له پاره ضروره وه چي اړوندو ادارو ئې د پناه غوښتني په اړه پريکړه نه وه کړې.
د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د چهارشنبې په ورځ په برلين کي وويل چي په دې سره به نو روښانه سي چي يو مهاجر تر کومه حده د جرمني له حکومت سره همکارۍ ته حاضر دئ. هغه زياته کړه: «دوی به نور له هغو غونډو څخه چي د مهاجرو د پناه غوښتني دلايلو د ارزوني له پاره اړيني دي، سترگي پټي نه کړای سي.»
زيهروفر وويل چي په دې سره نو کيدای سي «د پناه غوښتني او مهاجرت په برخه کي د جرمني فدرالي اداره د هغو مهاجرو د منلو دلايل هم له سره و ارزوي چي له ۲۰۱۵م کاله تر ۲۰۰۷م کاله پوريې ثبت سوي دي.»
ويل کيږي چي د پناه غوښتني او مهاجرت په برخه کي د جرمني فدرالي ادارې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کي د مهاجرو د پناه غوښتني دوسيو د ژر ارزوني په موخه، بې له دې چي له مهاجر سره مرکه وسي، چي بايد سوې وای، يوازي ئې پر ليکلې بڼه تکيه سوې وه.
په دغو پريکړو کي ځيني وختونه، د پناه غوښتونکي د تابعيت، د هغه د تېښتي او پناه غوښتني په اړه دلايل مشخص نه دي. ځکه نو د جرمني د کورنيو چارو وزير په دې نوي طرحي سره د ډيرو مهاجرو د دوسيو بيا ارزول ډير اړين گڼي.
زموږ له ارشيف څخه: