په توغندويي برید کې ۶ پاکستاني عسکر وژل شوي
۱۳۹۷ تیر ۱۲, سهشنبهد پوځ له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې یاغیانو د هغو عسکرو پر کمپ باندې توغندي توغولي دي چې په اواران ښار کې د یوې لویې لارې امنیت ټینګ کړي. اواران ښار په بلوچستان کې یو له هغو سیمو څخه دی چیرته چې قومي یاغیان فعال دي او له پاکستان څخه د بلوچستان د آزادۍ هڅي کوي.
په عین حال کې اسلامپاله یاغیان هم د پاکستان د دې ناامنه ایالت په ځینو برخو کې پر امنیتي ځواکونو او شعیه اقلیتونو باندې وخت نا وخت بریدونه کوي. په دې وروستیو کې دغه برید د بلوچستان په ایالت کې تر ټولو تازه پیښه ده.
په دې ایالت کې چین د خپلې ۶۲ میلیارده ډالري مهمې اقتصادي پروژې سره یو شمیر تاسیسات هم رغوي. چین غواړي د خپلې دغې سترې اقتصادي پروژې پر مټ د پاکستان له لارې ځان د منځني ختیځ، اروپا او افریقا بازارونو ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان او ایران سره د ګډې پولې درلودونکی دغه ایالت په دې وروستیو کې لږ نا امنه شوی دی.
په لوگر کي ځانمرگی بريد
بل لوري ته له افغانستان څخه د رارسیدلو رپوټونو په حواله ویل کیږي چې ځانمرګي بریدګر د ناټو یو کاروان په نخښه کړی. د افغان چارواکو په حواله په لوګر ولایت کې په ترسره شوي دغه ځانمرګي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي چې د دوشنبې په ماښام په دغه بمي چاودنه کې یوه میرمن او یو ماشوم وژل شوی او درې نورې میرمنې ټپياني شوي دي.
احمدی زی وايي چې په دې چاودنه کې د ناټو ځواکونو ټانکونو زیان لیدلی دی. بل لوري ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په یوه تلیفوني مرکه کې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی او ويلي يې دي چې په دې برید کې پنځه امریکايي سرتیري وژل شوي دي. خو د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند بیا په دې برید کې ناټو ځواکونو ته تلفات اوښتل رد کړي دي.