د امریکا سفير آلماني شرکتونه په بندیزونو ګواښلي دي
۱۳۹۷ دی ۲۳, یکشنبهد «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې هغو شرکتونو چې د آلمان او روسیې ترمنځ د «نورد ستریم۲» په نوم د پایپ لاین په برخه کې کار کوي په برلين کې د امریکا د سفير ریچارد ګرنل، له خوا یې تهدید آمیزه لیک ترلاسه کړی دی.
ګرنل په دې لیک کې دغو شرکتونو ته خبردارې ورکړی دی چې دوی د بندیزونو د پام وړ خطر له ګواښ سره مخامخ دي.
ټاکل شوې ده چې د«نورد ستریم۲» ستر پایپ لاین د روسیې له شمال لویدیځ څخه د بالتیک سمندر لاندې یا په تل کې د آلمان شمال ختیځ ته ګاز انتقال کړي. له دې پایپ لاین سره به له روسیې څخه آلمان ته د ګازو صادرات دوه برابره شي.
امریکا متحده ایالات د دې پروژې مخالفت کوي، ځکه ویره لري چې د ګازو تبادله به د اروپا پر انرژۍ د روسیې د کنترول د زیاتیدو سبب شي او له بلې خوا به د ګازو د ترانیزيتي هیوادونو لکه اوکراين ارزښت له منځه لاړ شي. سربیره پر دې امریکایې شرکتونه هم لیوالتیا لري چې پر اروپایې هیوادونو ګاز ؤپلوري.
د واشنګټن څرګند پيغام
د «بلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې ګرنل په خپل لیک کې لیکلي دي چې دغه پایپ لاین اروپا د مسکو پورې وابسته کوي او د روسیې د لاسوهنې خطر زیاتوي.
د امريکا سفير لیکلي دي: «مونږ ټینګار کوو چې د روسیې د صادارتو په برخه کې ښکیلې کمپنۍ په داسې کارونو کې برخه اخلي چې کیدای شي د پام وړو بندیزونو له خطر سره مخامخ شي.»
ورځپاڼې د ګرنل د ویاند په حواله لیکلي دي چې دا باید ګواښ ونه ګڼل شي، بلکې باید د امريکا د روښانه سیاست په توګه په پام کې ونيول شي.
د تیر کال په نومبر میاشت کې په اروپایې اتحادیه کې د امریکا سفير خبردارې ورکړی وو چې ولسمشر دونالد ترمپ د دې پروژې د اخلالولو او بندلو له پاره ډیر ابزار په اختیار کې لري، په هغه صورت کې چې برلين پر خپل دریځ ټینګار وکړي.
د رویټرز خبري آژانس په اروپایي اتحادیه کې د امریکا د سفير ګوردون ساندلند، په حواله لیکلي دي: «موږ تر اوسه پورې له ټولو ابزارو څخه استفاده نه ده کړې، که دا پروژه په بشپړ ډول بنده نه کړي، لږ تر لږه د پام وړ کمزورې خو به یې کړي».
بهانه نه منل کیږي
خو سره له دې ټولو د ګرنل دغه وروستی اقدام ډیر غیر عادي دی او په قوي احتمال سره به د برلين او واشنګټن تر منځ د نویو جنجالونو د راپورته کیدو سبب شي. ګرنل د ۲۰۱۸ م کال د می په میاشت کې په سفارت کې د خپل کار په لومړۍ ورځ د دواړو هیوادونو د مناسباتو د خرابیدو سبب شوی وو. نوموړي په هغه وخت کې په یوه تویتري پيغام کې لیکلي وو: «هغه آلماني کمپنۍ چې له ایران سره راکړه ورکړه لري، باید بی له ځنده خپل کارونه ودروي.»
یوه میاشت لا تیره شوې نه وه چې هغه د ښي اړخو افراطیانو پورې اړوند یوه خبري انټرنټ پاڼې «رایت بارت» ته وویل: «په اروپا کې د ښي اړخو حکومتونو او ځوانو رهبرانو پياوړی کول، زه یو له خپلو دندو څخه بولم.» نوموړي زیاته کړې وه چې د ناټو غړي هیوادونه باید په خارج کې د امریکا له مداخلو څخه ملاتړ وکړي.
هغه وویل: «متحده ایالات نور د دغو هیوادونو له خوا په پوځي مداخلو کې د نه ګډون کولو له پاره هیڅ کومه بهانه نه مني».
تیره میاشت په برلين کې د امریکا سفير د «شپيګل» آلمانۍ مجله په د امریکا ضد دریځ تورنه کړی وه او د هغه د خبریال کلاس رلوتیوس د لیکنو د بررسۍ غوښتنه یې وکړه.