1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د بارسلونا د قربانیانو په یاد ماتم

۱۳۹۶ مرداد ۲۷, جمعه

په بارسلونا او کامبریلس کې د ترهګریز بریدونو وروسته اوس د قربانیانو شمیر ۱۴ تنو لوړ شوی دی. د بار وړونکي موټر چلوونکی لا هم نه دی نیول شوی. تر اوسه څلور شکمن کسان نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2iRLq
Spanien Schweigeminute für die Opfer des Anschlags in Barcelona
انځور: Reuters/S. Perez

د دغو ترهګریزو بریدونو یوه ورځ وروسته په بارسلونا کې د «پلاسا کتالونیا» میدان کې په زرونو کسان راټول شوي وو چې د ترهګریزو پیښو د بریدونو د قربانیانو یادون وکړي. په دغو کسانو کې پر نورو سربیره پاچا فلیپ او د دغه هیواد لومړی وزیر مانویل راخوي هم شامل وو.

تر اوسه پورې څلور شکمن کسان نیول شوي دي چې د پولیسو د وینا له مخې درې مراکشیان او یو هسپانوی دی.

د هسپانيې پوليسو وروسته له هغه چې د پنجشنبې په ماسپښين شکمنو تندلارو اسلامپالو اورپکو د بارسلونا د سيلانۍ په اصلي سيمه کې د موټر په واسطه بريد تر سره کړ لټون پيل کړی دی. څو ساعته وروسته سمندر ته څیرمه په يوه بل ښارګوټي کې هم ورته بريد تر سره شوی وو.

په لومړي سر کې پوليسو دوه سړي نيولي وو چې يو پکې مراکشی دی او بل هسپانوي تابعيت درلود او د شمالي افريقا له مېليا نومي هسپانوي ښارګوټي سره تړاو لري. يو بل کس چې ښايي لارۍ يې چلولې وي، تر اوسه نه دی نيول شوی. هغه د بريد له صحنې څخه په خپلو پښو تښتېدلی وو. لارۍ د بارسلونا په «لاس رمبلاس» نومې د سيلاني توب له پاره مشهورې سيمې کې لارويان لاندې کړي ول.

خوزېف لويس تراپېرو، چې د هسپانيې د کتالونيا سيمې د پوليسو مشر دی، خبريالانو ته وويل: «دا په څرګنده توګه يو تروريستي بريد وو چې هدف يې د هر څومره ډېرو خلکو وژل وو.»

۱۳ انسانان وژل شوي او لږ تر لږه سل تنه نور ټپيان دي چې قربانيان هم لږ تر لږه له ۲۰ بېلابېلو هېوادونو سره تړاو لري. اته ساعته وروسته پوليسو پنځه هغه مشکوک کسان په ډزو ووژل چې هڅه يې کوله د موټر په واسطه ورته بريد د کامبريلس په ساحلي ښارګوټي کې تر سره کړي چې له بارسلونا څخه ۱۲۰ کيلومتره جنوبي خوا ته پروت دی.

دويم بريد

شپږ تنه ملکي کسان او يو تن پوليس په دويم بريد کې هم ټپیان شول کله چې موټر ورباندې وخاته. پوليسو ويلي دي چې بريد کوونکو په چاودېدونکو توکو سمبال واسکټونه هم اغوستي ول.

د کتالونيا د کورنيو چارو وزير يواکيم فورن، د جمعې په سهار دا خبره تائيد کړه چې دواړه بريدونه سره تړاو لري. چارواکو دا هم ويلي دي چې هغه ښايي د ګازو له داسې يوې چاودنې سره هم ارتباط ولري چې د الکانار په ښار کې تر سره شوې پېښه ده چې يو انسان يې وژلی دی. د «اسلامي دولت» يا داعش په نوم تندلارې ډلې ادعا وکړه چې د هغوی ګويا «عسکرو» د بارسلونا بريد د متحده آيالاتو په مشرۍ په سوريه او عراق کې د پوځي بريدونو په ځواب کې تر سره کړی دی. په دغسې پوځي ګوزارونو کې په پر له پسې توګه د داعش ډله په نخښه کيږي.

د  داعش دغه ادعا بايد لومړی د چارواکو له خوا تائيد شي. دغه ډله ډېر ځله د تروريستي بريدونو مسووليت مني آن که د هغو په تنظيمولو يا تر سره کولو کې يې هيڅ مستقيم رول نه وي لوبولی.

د هسپانيې صدراعظم ماريانو راخوي، وويل چې کتالونيا اوس «د جهادي تروريزم له خوا وځپل شوه چې دغه کار د ټولې نړۍ په نورو ښارونو کې لا پخوا شوی دی.» هغه درې ورځې ملي ماتم هم اعلان کړ.

که د داعش ادعا تائيد شي، نو دا به وروستی هغسې يو بريد وي چې د دغې ډلې له خوا يا په الهام اخيستلو يا د هغوی له خوا د لارښوونې په واسطه تر سره شوی دی. ډېر شمېر دغسې ورته بریدونه لکه په نيس، برلين، لندن او ستاکهالم کې د ساده موټرو په واسطه په ورته ډول تر سره شوي دي. کارپوهان او چارواکي دواړه وايي چې د دغسې بريدونو مخه تقريبا نه شي نيول کېدای.