1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې د اوبو کمښت: خلک سړکونو ته راوتلي

۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبه

د ايران د جنوبي سيمو خلکو د اوبو د کمښت له کبله احتجاج کړی. د امنيتي ځواکونو له خوا د مظاهره کوونکو د خپرولو پر وخت اخ و ډب هم رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/30eq3
Iran - Wasserknappheit in Khorramshahr
انځور: DW

د ايران په جنوب ختیځ کې په پرتو ښارونو خرم او آبادان او همدا راز په نورو سيمو کې د جمعې له شپې راهيسې خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی دی. په لومړي سر کې دا مظاهرې سوله ایزي وې خو د دوشنبې په سهار د پوليسو او احتجاج کوونکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو. د رسنيو د رپوټونو په حواله مظاهره کوونکو پر امنيتي ځواکونو ډبري وار کړي.

په خرم ښار کې په ځانگړي توگه د مظاهره کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ زور زياتی هله پراخ شو چې پوليسو د دې مظاهره کوونکو د شړولو هڅه وکړه. دوی په بازارونو کې د دوکانونو ښيښې او د نغدو پېسو خودکاره ماشينونه هم مات کړل. دوی همدا راز کثافت دانيو ته اور واچاوه او ځينو ودانيو ته یې زيان واړاوه.

Iran - Proteste wegen Wasserknappheit in Khoramshahr
د ايران په جنوب کې خلکو مظاهرې کړيانځور: Isna

د خرم ښار په مظاهرو کې ښځو او ماشومانو هم برخه اخيستې وه خو د امنيتي ځواکونو تر رارسيدو وروسته هغوی له مظاهرو جلا شول. د ځينو عربي رسنيو په حواله پر مظاهره کوونکو ډزې هم شوي دي.

دې رسنيو زياته کړې ده چې په خرم ښار کې د ماشيندار غږونه اوريدل کيدل. د ځایي چارواکو په حواله د دې اخ  و ډب په ترڅ کې ۱۱ کسان زخميان شوي دي. بل پلوه د ایران د کورنيو چارو وزیر عبدالرضا فضلي، ويلي دي چې تر اوسه د مظاهرو علت او انگيزه معلومه نه ده.

د کورنيو چارو مرستيال وزير خبريالانو ته وويل چې د خرم ښار په اخ و ډب  کې لږ تر لږه لس امنيتي منسوبين ټپيان شوي دي.

د عيني شاهدانو په حواله خلکو د اوبو د کمښت او همدا راز دې ښار ته د خړو او ناپاکو اوبو د ورکړې پر ضد احتجاج کاوه. مظاهره کوونکو له ځان سره لوحې ليږدولې چې پر هغه په عربي او فارسي ژبو د دوی شعارونه ليکل شوي ول. دا هم د يادولو وړ ده چې د خرم ښار د اکثريت اوسيدونکو ايرانيانو ژبه عربي ده.

د عرب ميديا په حواله له پوليسو سره په اخ و ډب کې زيات مظاهره کوونکي ټپيان شوي دي. خو د سيمې لوړ پوړو چارواکو د سعودي د رسنيو هغه رپوټونه رد کړي دي چې پر مظاهره کوونکو د ډزو خبره پکښې شوې ده.

ايران اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او گريوان دی. حکومتي بودجه له شديد کثر سره مخامخ ده. همدا لامل شوی چې په خلکو کې هم ناکراري زياته شوې ده.

د څارونکو په حواله که چیرې د ترمپ حکومت له خوا لگېدلي بندیزونه په بشپړه توگه عملي شي نو د ايران وضعيت نور هم ډير خرابيدلای شي.

AFP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: