1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې پر مرستندویانو بریدونه ډير شوي

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د یوه نوي رپوټ پر بنسټ په افغانستان کې پر پرمختیایې کارکوونکو او د هغوی پر فعالیتونو د بریدونو ګراف ډير لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/30MX6
Kundus Afghanistan Ärzte ohne Grenzen Krankenhaus US Bombardierung Zerstörung
انځور: picture-alliance/dpa/Ärzte ohne Grenzen

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم غږه کوونکي آژانس OCHA په حواله یوازې په «می» میاشت کې پر مستندویانو د بریدونو ۵۱ موارده ثبت شوي دي چې دا تر دې د یوه میاشت مخکې په پرتله دوه برابره زیات دي.

یعني په اپریل میاشت کې دا شمیر ۲۴ وو. په دې ترڅ کې یو کارکوونکی وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي. شپږ تنه مرستندویان تښتول شوي او یو تن نیول شوی دی.

ملګرو ملتونو د دغو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم غږه کوونکي دفتر OCHA د رپوټ پر بنسټ تر ۳۰ ډیر بریدونه یوازې پر کلینیکونو او روغتیایې کارکوونکو ترسره شوي دي.

د OCHA په حواله «په کړکیچ کې ښکيلې ټولې ډلې» د دغو پیښو په برخه کې مسئولیت لري. تر ټولو په لومړي قدم کې وسله وال طالبان، داعش ترهګره ډله، افغان حکومت او نړیوال ځواکونه.

تر ټولو ډیرې پيښې د افغانستان په سويلي ولایتونو کندهار، هلمند او روزګان کې او همدارنګه په ختيځ ننګرهار او شمالي ولایت بلخ کې رامنځته شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان د مرستندویانو له پاره یو تر ټولو خطرناک هیواد بللی دی.

د روان میلادي کال په لومړيو پنځو میاشتو کې هلته ۱۳ تنه مرستندویان وژل شوي، ۱۶ ټپیان او ۲۴ تنه تښتول شوي دي. په مجموع کې ۷۰ بریدونه پر روغتیایې مرکزونو او یا پرسونل یې ترسره شوي دي.