په افغانستان کې د سړي تښتونکو پنځه کسیزه ډله اعدام شوه
۱۳۹۶ آذر ۸, چهارشنبههرات یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د سړي تښتونې د پیښو ګراف په کښې لوړ دی. یوه افغان چارواکي ایسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه محکوم شوي کسان په پلازمېنه کابل کې د بلچرخي په زندان کې اعدام شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي، وویل چې د هرات ولایتي شورا یو پخوانی غړی عسکر انوري، هم په اعدام شویو کسانو کې شامل دی.
رحیمي زیاته کړی ده چې د دغو پنځو تنو اعدام وروسته له هغې عملي شو چې د تجدید نظر دریو محکمو پرې حکم صادر او ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغه حکم عملي کیدل لاسلیک کړ. دې ډلې د سړي تښتونې او قتل په څو پیښو کې لاس درلود چې په یوه د دغو مواردو کې د یوه ساختماني شرکت د مرستیال وژل وو. همدارنګه دغه کسان د یو شمیر نورو جرمونو د ترسره کولو له امله هم مجرم پیژندل شوي ول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۶ م کال په می میاشت کې هم د شپږ تنو د اعدام حکم صادر کړی وو. دغه کسان په یوه ترهګریزې ډلې کې د غړیتوب له امله په اعدام محکوم شوي ول. په افغانستان کې ډیر وخت د اعدام حکم کم عملي کیږي او د دې حکم عملي کیدل د هیواد د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري.