1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې د داعش نوی ګمارل شوی مشر وژل شوی

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

په افغانستان کې د داعش ډلې نوی ګمارل شوی مشر ابو سعدی ارهابي، له خپلو ۱۰ تنه نورو پلویانو سره د یکشنبې په شپه په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. دا د دغې ترهګرې ډلې ۴ مشر دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

https://p.dw.com/p/33nVU
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

افغان او بهرنيو ځواکونو د افغانستان د حکومت په حواله د «اسلامي دولت» یا داعش د افراطي ډلې د افغانستان د څانګې مشر، ابو سعد ارهابي، وژلی دی.

ويل کيږي چې نوموړی د تېرې شپې له خوا د همغږو شوو هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې په ننګرهار ولايت کې وژل شوی دی. دا هم ويل شوي دي چې د داعش په دوو پټنځايونو کې د تلاشيو پر وخت ډېر شمېر سپکې او درنې وسلې هم د منځه وړل شوې دي. 

د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې پورې اړوند خبري آژانس اعماق تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. د ننګرهار والي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې ارهابي، په افغانستان کې د داعش څلورم مشر دی چې د ۲۰۱۷ م کال د جولای میاشتې راهیسې وژل کیږي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: