1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د بې ځایو شوو شمیر کابو ۳۵۰ زرو ته رسیدلی

۱۳۹۶ آبان ۳۰, سه‌شنبه

په روان میلادي کال کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو له کبله په افغانستان کې کابو۳۵۰ زره کسان خپلو کورونو پريښولو ته اړ شوي دي. دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2nxsd
Afghanistan Flüchtlingslager in Kundus
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د نوامبر مياشتي تر ۱۹ نیټې پوري په افغانستان کې ۳۴۳۹۵۸ افغانان د جګړو له کبله دې ته اړ شوي دي چې خپل ټاټوبي پریږدي. دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر د دوشنبې په شپه خپور کړی دی.

د رپوټ له مخې د افغانستان شمالي سيمه چې پخوا په نسبي توګه آرامه ګڼله کیده د جګړې د بې ځایه شوو کسانو ۳۲ سلنه له دغه سیمې سره تړاو لري.

دغه رپوټ چې تل په منظم ډول خپریږي او د جګړو په هکله جزئیات رانغاړي د بیلګې په توګه پکښې کندز ولایت یاد شوی دی چې یوازي په تیره اوونۍ کې پکښې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۱۶۰۰۰ ښوول شوی دی.

تر ۲۰۱۳م کاله پوري په کندز ولایت کې آلماني سرتیري مستقر وو او اوس هم آلماني ځواکونه په مزار شریف کې په یوه ستره پوځي اډه کې حضور لري.

د رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې تر۶۶۰ زرو ډیر افغانان له خپلو کلیو تښتیدلي وو. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو اټکل کاوه چې د ۲۰۱۷م کال په پیل کې به د هغو کسانو شمیر چې په جبري توګه د خپلو کورونو پریښوولو ته اړ شوي ۴۵۰ زرو کسانو ته ورسیږي.

په ورته موضوعو زمو له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: