1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کي د داعش په منځ کي د قدرت پر سر ناندرۍ

۱۳۹۶ خرداد ۱۷, چهارشنبه

اسوشیتید پریس خبري آژانس د اسلامي دولت یا داعش ډلې د یوه لوړ پوړي چارواکي لخوا لیکل شوي داسې یوه لیک ته لاس رسی موندلی چې پکې په افغانستان کې د دې ډلې په منځ کې د قدرت پر سر له ناندریو پرده پورته کوي.

https://p.dw.com/p/2eE5l
Syrien Kämpfer des Islamischen Staats
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د داعش ډلې په دننه کې نارضایتي په داسې وخت کې بهر ته درز کوي چې په «اسلامي دولت» پوري تړلې دغه ډله چې ځان ته د خراسان اسلامي دولت نوم کاروي د امریکا له خوا ملاتړي حکومت (افغان حکومت) او له طالبانو سره په جګړه کې ده. له طالبانو سره دوی د جګړې په تخنیک، مشرتابه او نظریه کې توپیر لري.

د اسلامي دولت ډلې دغي څانګي په ۲۰۱۴م کال کې د خپلو شتون اعلان وکړ او ځان ته یې د خراسان اسلامي دولت نوم ورکړ. د خراسان تاریخي اصطلاح پخوا د افغانستان، ایران او مرکزي آسیا د هیوادونو د ځینو برخو یوې ځانګړي جغرافيي ته کارول کیدو.

یادې ډلې په سوریه او عراق کې له داعش ډلې سره د خپل بیعت اعلان کړی خو توپیر یې دا دی چې د خراسان اسلامي دولت ډله تر ډیره د پخوانیو ناراضه طالب جنګیالیو، د جنوبي او مرکزي آسیا د سیمې هیوادونو له یاغیانو څخه جوړه شوې ده.

دغه لیک له اسلامي دولت ډلې سره اړیکې لرونکي یوه جهادي جنګیالي ترلاسه کړی او بیا یې له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره شریک کړی. لیک د معاویه ازبکستاني له خوا لاسلیک شوی. له نوم څخه له ورایه ښکاري چې دا کس یو ازبک جنګیالۍ دی څوک چې د داعش ډلې د پخواني مشر عبدالحسیب تر مرګ وروسته د دې ډلې د مشرتابه ادعا کوي. د داعش ډلې مشر، عبدالحسیب د روان کال په اپریل میاشت کې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو پوځي عملیات کې ووژل شو.

ازبکستاني د دې ډلې د مشر په توګه د یو بل جنګیالي شیخ اسلم فاروقي د ټاکل کیدو خبرونه رد کړي او ویلي يي دي چې د دې اوازو تر شا د پاکستان استخباراتي اداره یا «آی. ایس. آی» لاس لري.

په لیک کې همدا راز راغلي چې «که چیري [د شیخ اسلم فاروقي] د ټاکل کیدو معلومات سم هم وي، نو د دې تر شا «ISI» دی او موږ ته دا کار د منلو نه دی. ځکه چې موږ ټول د الله او د هغه د دین له پاره جګړه کوو.» په دې لیک کې همدا راز د پردې تر شا د خاینانو، کافرانو او استخباراتي ادارو پرضد اخطارونه ورکړل شوي دي.

که څه هم په افغانستان کې د دې ډلې بنسټ ایښودونکي حافظ سعید خان په خپله پاکستانی وو، خو بیا هم د دې ډلې جنګیالي وايي چې د مرکزي آسیا او افغان جنګیالي غواړي چې د دې ډلې واک له پاکستانیانو بیرته واخیستل شي. حافظ سعید د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې د پاکستان په اوکرزو قبایلي سیمه کې د اسلامي دولت تر ناستې وروسته، دغو ناندریو زور اخیستی. حافظ سعید خان هم د پاکستان د همدې قبایلې سیمې اوسېدونکی وو. د دوو داسې کسانو په حواله چې د دې ناستې په هکله معلومات لري، ویل کیږي په دې ناسته کې د داعش ډلې۴۰ تنه لوړ پوړو قوماندانانو برخه اخیستې وه.

دغې شورا د حافظ سعید خان یو نږدې ملګری، سیف الاسلام خپل نوی مشر ټاکلی دی. له دې امله چې یاغیان زیاتره له یو نوم څخه ډیر نومونه کاروي، له همدې امله تراوسه لا دا معلومه نه ده چې آیا اسلم فاروقي او سیف الاسلام یو کس دی که دوه کسان دي.

د دې کسانو په وینا د افغانستان د کونړ ولایت شیخ عبدالقادر خراسانی د دې ډلې د مرستیال په توګه ټاکل شوی. دغو جنګیالو دغه څرګندونې د نوم د نه بربنډیدو په صورت کې له اسوشېتد پريس خبري آژانس سره کړي، ځکه دوی ته له رسنیو سره د دې معلوماتو د شریکولو اجازه نه ده ورکړه شوې.

د داعش ډلې د نوي ټاکل شوي مشر په هکله تراوسه پوري رسمي تایید شوي معلومات په لاس کې نه شته او په ورته وخت کې په واشنګټن کې استخباراتي چارواکو هم په دې هکله له تبصره کولو ډډه کړې.

په داعش ډله کې د ازبک جنګیالیو نفود

په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو د لمنځه وړلو په موخه پر دې هیواد باندې د امریکا له خوا تر یرغل کابو ۱۶ کاله وروسته، اوس هم د پاکستان او افغانستان پر پوله غرنیزې سیمې د سخت دریځو جنګیالیو پټنځایونه دي. د پاکستان استخباراتي ادارې ویلي دي چې د افغان طالبانو په ګډون له ځینو ترهګرو جنګیالیو سره اړیکي لري.

په داعش ډله کې د ازبک جنګیالیو مخ پر ډیریدونکی ځواک په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ دی.

ازبک جنګیالي د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې ډیر بې رحمه وو او په ۲۰۱۵م کال کې د دوی د بې رحمۍ له امله د وزیرستان قبایلي مشران د ازبک جنګیالیو د وتلو له پاره یو موټي شول.

داعش ډلي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له طالبانو سره هم جګړه کړې او په کابل کې یې د ځینو خونړیو بریدونو او درنو چاودونو مسوولیت هم منلی دی. د دې بریدونو له ډلې څخه په روان کې کال کې د کابل پر یوه روغتون ډله ایز برید شامل دی چې شاوخوا ۵۰ کسان پکې ووژل شول.

په مسکو کې میشت د منځني آسیا د جنګیالیو کارپوه، ارکادی دوبنوف وايي چې د ازبک جنګیالیو بې رحمي ښايي له دې سره هم اړه ولري چې دوی په افغانستان او پاکستان کې نوې څیرې دي. دغه څه به له افغان طالبانو سره هم د دوی د ستونزو لامل تشریح کړي.

په داسې حال کې چې طالبان او داعش غواړي چې د افغانستان حکومت نسکور کړي او سخت دریځه اسلامي نظام پلي کړي، د دې ډلې پخوانۍ نظریې د یو نړیوال خوځښت برخه وې او تازه نظریې یې بیا خپل فعالیتونه یوازې په افغانستان پورې محدودوي.

دوبنوف همدا راز څرګندوي چې د ازبکستان غښتلی اسلامي خوځښت د رهبر طاهر یولداشیف زوی اوس په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې د داعش ډلي د نفوذ له پراخیدو سره مرسته وکړي. طاهر یولداشیف په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

اناتول لیوین، په قطر کې د جورج ټاون پوهنتون کارپوه وايي چې د منځني ختیځ جنګیالي اوس د داعش ډلې اسلي ستنې تشکیلوي. هغه زياتوي چې په افغانستان کې د ازبک، تاجکستاني، ترکمن او د پخواني شوري اتحاد له نوروهیوادونو څخه شاوخوا له۶۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰ پورې جنګیالي په افغانستان کې میشت دي. هغه زیاتوي چې ځینو یې په افغانستان کې له خپلو قوميانو سره ودونه هم کړي دي.