په افغانستان کي د آلمان ماوريت درې مياشتي تمديد سو
۱۳۹۶ آذر ۲۱, سهشنبهاعلان
د آلمان پارلمان د سه شنبې په ورځ خپل بهرني پوځي ماموريتونه درې مياشتي نور هم تمديد کړل.
آلمان په افغانستان کي روزنيز، په مالي کي سوله ساتی، په مديترانه کي سمندري او په عراق او سوريه کي د داعش پرضد د اکتشافي الوتکو پوځي ماموريتونه لري.
د آلمان د افغانستان ماموريت چي ترټولو زیات تلفات لري، ۱۶ کاله کيږي چي دوام لري. اوس د دوی ماموريت هلته د مشورې ورکولو او روزنيزه بڼه لري. آلمان اوس هم په افغانستان کي ۱۰۸۰ عسکر لري.
که څه هم د آلمان دغه پوځي ماموريتونه هر ځل يو يو کال تمديديل، خو اوس ځکه درې مياشتي تمد سوی چي په سپتمبر مياشتي کي د آلمان تر پارلماني انتخاباتو وروسته تر اوسه پوري نوی حکومت جوړ سوی نه دی. کله چي نوی حکومت جوړ سي بيا به نو د پارلمان کاري کمېټې د دغو ماموريتونو پر تمد باندي کار وکړي.
EPD,dpa(N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: