1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې د احتجاج ختمولو له پاره جوړ جاړی

۱۳۹۶ آذر ۶, دوشنبه

په پاکستان کې افراطي اسلامپالو توافق کړی دی چې د قانون د وزیر تر استعفا وروسته به خپل احتجاج پای ته ورسوي. د «تحریک لبیک یا رسول الله» ملاتړ کوونکو د قانون پر وزیر باندې مقدساتو ته د سپکاوي تور لګاوه.

https://p.dw.com/p/2oJCE
Pakistan Lahore Demonstration von Islamisten
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

په پاکستان کې یوې افراطي اسلامپالي ډلې د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی به د حکومت پر ضد له اوونیو راهیسې روان احتجاج پای ته ورسوي. د هغوي په خبره له حکومت سره یوه جوړ جاړي ته رسیدلي دي چې پکښې د وزیر استعفا هم شامله ده.

د «تحریک لبیک یا رسول الله» ویاند اشرف اعجاز اشرفي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې «زموږ اصلي غوښتنه منل شوې ده.» د هغه په خبره حکومت به د قانون د وزیر استعفا اعلان کړي او دوی به خپله احتجاجي ناسته ختمه کړي.

په اسلام آباد کې هغه وخت تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې پولیسو هڅه وکړه په زور سره احتجاجي غونډه پای ته ورسوي. خو چارواکي د احتجاج په ختمولو کې پاتې راغلل او احتجاج کوونکي له پولیسو سره لاس او ګریوان شول.

Pakistan Zahid Hamid (Ausschnitt)
د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامدانځور: Imago/Dean Pictures

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د اخ او ډب په پایله کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي، چې په دغه ډله کې ۱۳۷ تنه امنیتي پرسونل شامل دي. پر دې سربیره د حکومتي وزیر پر ضد د پاکستان په یو شمیر نورو ښارونو کې هم احتجاجونه شوي دي.

د تحریک لبیک یا رسول الله یوه مشر خادم حسین رضوي، شا او خوا ۲۵۰۰ احتجاج کوونکو ته وویل: «د پوځ (پاکستان) د لوی درستیز په ضمانت باندې موږ خپله احتجاجي ناسته ختموو.» دغه ډله له څو اوونیو راهیسې په اسلام آباد کې پر یوه لویه لاره باندې احتجاجي غونډه تر سره کوله او ترافیکي نظام له ګډوډۍ سره مخامخ شوی وو.

خادم حسین رضوي، وروسته له هغې دغه څرګندونې وکړې چې پاکستاني رسنیو د قانون د وزیر زاهد حامد د استعفا رپوټونه خپاره کړل. خو حکومت لا دغه رپوټونه نه دی تائید کړی.

دغه احتجاجي غونډه د هغه څه پر وړاندې تر سره کیږي چې حکومت یې کتبي تیروتنه، بولي. احتجاج کوونکي د قانون د وزیر زاهد حامد د ګوښه کولو غوښتنه کوي. پر نوموړي تور دی چې هغه مسوده چې د لوړې د مراسمو په وخت یې ټاکنو ته ولاړ کسان باید ولولي تغیر راوستل منلي دي.

سخت دریځه اسلامپاله وایي چې د دغه کار هدف دا دی چې احمديانو ته په ټاکنو کې د برخې اخیستې اجازه ورکړل شي. احمديان په پاکستان کې د مسلمانانو په صفت په رسميت نه پېژندل کيږي. 

که څه هم د لوړې يا سوګند په متن کې تغييرات ډېر ژر بېرته واخيستل شول خو مظاهرو دوام پيدا کړ، چې د شنبې او یکشنبې په ورځ له اخ او ډب سره مل وي.

AG(S.R/N.Z)