1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اروپا کي به مسلمانان دوه برابر زيات سي»

۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبه

د امريکا متحد, ايالاتو د پيو په نوم انستيتيوت په اروپا کي د مسلمانانو د شمېر په تړاو يو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کي راغلي دي چي تر ۲۰۵۰م کاله پوري به په اروپا کي د مسلمانانو شمېر دوه چنده زيات سي.

https://p.dw.com/p/2oWHO
Blick auf Kölner Zentralmoschee
انځور: picture alliance/dpa/H.Kaiser

د پيو څېړنيز مرکز (Pew Research Center) د يوې څېړني په راپور کي راغلي دي چي په راتلونکو لسيزو کي به په اروپا کي مسلمانان زيات سي. د دغه راپور له مخي که حتی په سمدلاسه توګه اروپا ته د مسلمانو مهاجرو هر ډول راتګ ودرول سي، بيا به هم تر۲۰۵۰ کال پوري د مسلمانانو شمېر له دمګړی نژدې ۵ سلني څخه ۷،۴ فيصدو ته لوړ سي.

د مسلمانانو شمېر د زياتېدو په استدلال کي ويل سوي چي مسلمانان په اوسط توګه د نور نفوس په پرتله زيات ځوان دی او بل دا چي د نورو په پرتله زیات ماشومان زېږوي.

د ياد مرکز د اټکل له مخي د مهاجرو له زياتوالي پرته، اروپا ته د مسلمانو کډوالو منظم راتگ به تر ۲۰۵۰م کاله پوري په اروپا کي د مسلمانانو سلنه ۱۱،۲ ته ورسيږي. خو که اروپا ته د مسلمانانو مهاجرت دغه شان دوام وکړي لکه له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله پوري، بيا نو دغه سلنه حتی تر ۱۴ پوري رسېدلای سي.

په آلمان کي د مسلمانانو ډېرښت

د ياد څېړنيز مرکز د شمېرو له مخي به د عادي کډوالۍ په صورت کي تر۲۰۵۰م کاله پوري د آلمان په ټول نفوس کي د مسلمان کډوالو فيصدي له اوسني ۸،۷ سلني څخه ۱۰،۸ فيصدو ته لوړه سي. زياته سوې چي که البته په روانه چټکۍ و آلمان ته د مسلمان کډوالو راتګ ادامه ولري نو بيا به په دغه هيواد کي تر ياد کال پوري د مسلمان کډوالو فيصدي ۱۹،۷ ته جګه سي.

د څېړني په پايلو کي راغلي چي د پخوانيو کلونو په پرتله په نژدې کلونو کي د مسلمانانو شمېر ډېر ژر زيات سوی دی. په راپور کي دا هم راغلي چي اروپايي دولتونو د راتلونکو مهاجرو د شمېرو د کمولو له پاره اقدامات کړي دي.

ياد څېړنيز مرکز ويلي چي د څېړني له مخي يې د اروپايي اتحاديې د ۲۸ غړو هيوادونو او د ناروې او سويس هيوادونو اړونده اعداد و شمېرې پلټلي دي. د دغو شمېرو له مخي تر ۲۰۱۶م کال پوري په اروپا کي ۲۵،۸ مليونو مسلمانانو ژوند کاوه او په دې توګه د اروپا د ټول نفوس ۴،۹ سلنه يې جوړوله. په آلمان کي د ټول نفوس ۶،۱ فيصده، په فرانسه کي ۸،۸ فيصده او په بريتانيا کي د ټول نفوس ۶،۳ فيصده اوسېدونکي مسلمانان ول.

خو د دغه څېړنيز مرکز په پلټنه کي ځيني غېر دقيق اټکلونه هم شامل سوي دي. د بېلګي په توګه د دغه راپور ليکوالانو د ۲۰۱۶م کال په منځ کي په اروپا کي د مسلمانانو شمېرې تر يوې اندازې صرف د هغوی په اصلي ټاټوبي پوري تړلی دی. يعني هغه کسان چي له کوم اسلامي هيواد سره يې تړاو درلود خو په اروپا کي وو، هغوی په اوتوماتيکه توګه په مسلمانانو کي شمېرل سوي، په داسي حال کي چي کيدای سي هغوی مسلمانان نه وي. د دې تر څنګ هغه پناه غوښتونکي چي پناه غوښتنه يې رد سوې ده، هغوی په شمېرو کي نه دي شامل کړل سوي.

ياد مرکز ويلي دي چي د پلټنې په راپور کي راغلو شمېرو ته د «تقريبي پاراميتر» په توګه وکتل سي. په واشنګټن کي مېشت دغه څېړنيز مرکز په مجموع کي په ټولنو کي د بدلون په تړاو څېړني کوي.

زموږ له آرشيف څخه (11.07.2017):