1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارجنټاین هیواد کې د نجونو انقلاب

۱۳۹۷ تیر ۱۶, شنبه

په ارجنټاین کې يو غورځنګ د نجونو د انقلاب په نامه هم یادیږي. نجوني له شين رنګه دسمالونو سره د ښځو پر وړاندې د بې عدالتۍ او تبعیض پر ضد په سړکونو کې پراخې مظاهرې په لاره اچوي.

https://p.dw.com/p/30zz5
Argentinien, Buenos Aires: Demonstration zur Legalisierung von Abtreibung
انځور: picture-alliance/J. Ferrario

کامیلا منفریدې، په بونس آیرس کې د ښوونځي زده کونکې او فعاله ده. هغه بې له شين رنګه دسمان څخه له کور نه دباندې نه وځي. دغه دسمال د دې او په ارجنټاین کې په زرګونو نورو ښځو له پاره په یوه سیاسي نخښې بدل شوی دی. په ځانګړې توګه په ارجنټاین کې د کامیلا په څیر ځوانې نجونې او ښځې د سړو له جنسي زورونې څخه په فغان راغلي دي.

کامیلا ووایي: ۱«دا بې عدالتي ویرونکې ده! هر ځل چې یوه نجلۍ ورک کیږي، وژل کیږي او پر یوې بلې نجلۍ جنسي تیری کیږي، مونږ نه یوازې دا چې غوسه شوي یو، بلکې راټولې شوي هم یو. مونږ په داسې یو غږ بدل شوي یو چې هغه اوریدل کیږي، په هر ښوونځي او هر ځای کې. تر څو په دې وسیله بالاخره دې وحشتناکو اعمالو ته د پای ټکې کیښودل شي».

کامیلا له هم هغه پیل راهیسې د نجونو په غورځنګ کې برخه اخیستی ده، نه یوازې په ارجنتاین بلکې په ګاونډیو هیوادونو کې هم د ښځو د زور زیاتي پر وړاندې خپل غږ یې پورته کړی دی. اوس په دې هیواد کې د ښځو د جنسیتي وژنې په اړه خبره کیږي.

کامیلا له نجونو او ښځو سره د سقط جنین د قانوني کولو په برخه کې په هغو مظاهرو کې هم ګډون وکړ چې د پارلمان مخ ته ترسره شول. هغې د پارلمان استازو مخې ته ډیرې تندې خبرې وکړې. کامیلا وویل چې په ارجنټاین کې ښځې باید اجازه ولري چې په قانوني ډول سقط جنین وکړي یعنې د مور په خیټه کې د ماشوم ضايع کولو قانوني اجازه ترلاسه کړي.

دغه ۱۷ کلنه نجلۍ غواړي چې په هیواد کې یې د ښځو وضعیت په اساسي ډول تغیر وکړي. نوموړې له خپلو دوستانو سره د ښځو د حقونو د غورځنګ مهمه برخه تشکيلوي. دوی د کاتولیک کلیسا او دولتي مقاماتو پر وړاندې مقاومت کوي او د جنسي مسائلو په اړه د تربیت او روڼتیا غوښتنه کوي.

د هغې یوه بله ملګرې او فعاله خوانیتا پدروزو، وایې: «مونږ غواړو چې د جنسې زورونو پر وړاندې اقدام وشي، مونږ غواړو چې بالاخره په دې هکله خبرې وشي او دغو پرله پسې جنسي بریدونو چې په نایټ کلبونو، سړکونو او هر ځای کې په دایمي ډول ترسره کیږي د پای ټکې کیښودل شي».

د دغې نجلۍ غږ تر پارلمانه پورې ورسید. لږ تر لږه د هغې دلایلو د پارلمان یو شمیر استازې قانع کړل. له حکومتي ګوند څخه سیلویا کوسپناتو د دې غورځنګ په اړه وویل: «دا ډیر ښه دی. دغه ځوانې نجونې اغیزناکې دي. د پارلمان استازي د دغو نجونو خبرو ته په دقت سره غوږ ږدې او په همدې دلیل یې د سقط جنین او ښځو د حقونو په  اړه خپل نظر ته تغیر ورکړی دی. موږ باید په هر صورت دغه پرمختګ وهڅوو. که ځوانې نجونې د خپلو حقونو په برخه کې مبارزه وکړي، په هغه صورت کې به موږ یوه عادلانه ټولنه ولرو».

کامیلا پوهیږي چې تر اوسه پورې یې د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. هغې حتی خپل کاتولیکي همصنفیانې هم په دې برخه کې قانع کړي دي. دوی هم د ښځو د زورونې پر وړاندې د مقاومت د نخښې په توګه شنه دسمالونه له ځان سره لیږدوي.