جرمونه
په آلمان کې هم باغونه غلا کيږي
۱۳۹۷ مهر ۱۰, سهشنبهاعلان
د آلمان د سویلي ښار هس لوخ پولیسو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې غلو په رڼا ورځ د انګورو د باغ حاصلات غلا کړي دي. زیاته شوې ده چې ټګمارو مجرمینو د شا او خوا ۸۰۰۰ یورو په ارزښت سپین انګور غلا کړي دي. له دغو انګورو واین جوړیږي.
د پولیسو د رپوټ له مخې «نا معلومو سرغړونکو...په ټول باغ کې د حاصلاتو راټولو له پاره له مسلکي ماشین څخه کار اخیستی دی.»
د رپوټ له مخې دغه پيښه د هس لوخ، په شمال کې د دایديشایم په کلې کې د چهارشنبې په ورځ د مازیګر د څلورو او شپږو بجو تر منځ پيښه شوې ده. غلو ۱۶۰۰ کیلوګرامه انګور غلا کړي دي.
دایدیشایم په راینلند فلڅ ایالت کې موقعیت لري او پر خپل کوچنيوالي سربیره د آلمان د واین د تولیدونکو ۱۳ سیمو، شپږ یي په دغه ځای کې دي.