1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتني پر سیاست توافق وشو

۱۳۹۷ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د آلمان صدراعظمه او د کورنیو چارو وزیر له څو اونیو بحثونو او لفظي شخړو وروسته د مهاجرو پر سیاست موافقې ته ورسیدل. د موافقتنامې له مخې ټاکل شوی ده چې له اتریش سره په سرحد کې به پناه غوښتونکو ته د ترانزیت مرکزونه جوړ شي.

https://p.dw.com/p/30iQd
Berlin Asylstreit - Pk Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د دوشنبې په ماښام (د جولای میاشتې ۲) وروسته له څو ساعته خبرو اترو څخه اعلان وکړ چې له یو بل سره د مهاجرت پر موضوع موافقې ته رسیدلي دي.

هورست زیهوفر چې د مسیحي سوسیال ګوند مشري هم کوي مخکي تر دې ګواښ کړی وو چې، که میرکل یې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو له خپلو دواړو دندو به استعفاء وکړي.

د دوشنبې په ماښام ناوخته تر موافقې وروسته زیهوفر خبریالانو ته وویل چې د اتریش او آلمان په سرحد کې د غیرقانوني مهاجرو د مخنيوي په موضوع کې له صدراعظمې سره څرګندې موافقې ته رسیدلی دی او له همدې امله په خپله دنده کې باقي پاتیږي.

هغه په برلين کې د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند د مقر مخې ته له دغې موافقې څخه د خوشحالې په څرګندولو سره وویل: «یو وار بیا روښانه شوه چې، د یوه باور له پاره ارزښت لري چې مبارزه ورته وشي».

انګلا میرکل هم د دواړو ګوندونو تر منځ ترلاسه شوې موافقه «یوه ډیره ښه موافقه» بللې.

په سرحدونو کې د ترانزیت مرکزونو جوړول

1- د دواړو ګوندونو د موافقې پر بنست ټاکل شوی ده د آلمان او اتريش په سرحد کې د ترانزیت مرکزونه رامنځته شي.  په دې توګه به د هغو مهاجرو د راتګ مخه ونیول شي چې مخکې تر دې یې د اوپایې اتحادیې په یو بل هیواد کې پناه غوښتې وي.

2- دغه پناه غوښتونکي به له هم هغه ځایه بیرته د دوی هیوادونو ته واستول شي، چې اروپا ته تر داخلیدو وروسته یې په کوم هیواد کې خپله د پناه غوښتنې عريضه وړاندې کړې ده.

3- دواړو ګوندونو په خپله موافقتنامه کې ویلي دي: «که دغه هیوادونه د موافقتنامې له عملي کولو څخه انکار وکړي، بیا به نو د آلمان له سرحد څخه اتريش هیواد ته د مهاجرو بیرته ستنول، د هغې موافقتنامې پر بنسټ ترسره شي چې له اتريش سره لاسلیک شوې ده».

د دواړو ګوندونو تر منځ رامنځته شوې موافقه باید د سیوسیال دیموکرات ګوند چې د دولتي لوی ائتلاف په تشکيل کې حضور لري، هم تائيد شي.