په آلمان کي استناف محکمې په اول وار يوه افغان ته قبولي ورکړه
۱۳۹۶ مهر ۲۴, دوشنبهپه آلمان کي له څو کلونو راهيسي په لومړي ځل د استناف محکمې د يو رد سوي افغان پناه غوښتونکي پناه د قبولۍ وړ بللې ده. د آلمان د بادن ويورتمبېرګ اداري محکمې د يو داسي افغان د پناه غوښتنې په تړاو د هغه په حق کي فيصله کړې ده چي د پناه غوښتنه يې رد سوې وه.
دغه پناه غوښتونکي د خپلې پناه د ردېدنې پر ضد استناف محکمې ته مراجعه کړې وه. په همدغه قضيه کي تر مخه په کارلسروهه کي د مرافعې محکمې د افغان مهاجر د مرافعې دعوی رد کړې وه. خو په نوې فيصله کي د مرافعې د محکمې فيصله لغو او د افغان پناه غوښتنه منل سوې ده. دا لومړی ځل دی چي په دا ډول يوه محاکمه کي د افغان پناه غوښتونکو په وړاندي مثبته فيصله کيږي.
د بادن ويورتمبېرګ اداري محکمې د افغان پناه غوښتونکي په حق کي د خپلي فيصلې په استدلال کي ويلي دي چي که دغه کس چي د لغمان ولايت دی، کابل ته ولېږدول سي، نو له لغمان څخه تر تعقيب لاندي راسي. دغه کس د افغانستان د ملي اردو عسکر وو.
د دغه افغان پناه غوښتونکي په وينا حکومت ضد وسله والو يې کور ور تباه کړی او له همدې کبله د ۲۰۱۵م کال په دسمبر مياشت کي خپله مېرمنه او دوه ماشومان شاته پرېښودل او په خپله يې المان ته پناه راوړه.
مرافعې محکمې د دغه افغان د دعوی ردولو په استدلال کي ويلي ول چي د دغه کس کورنۍ کابل ته کډه کولای سي او هلته خوندي پاتېدلای سي. خو د استناف محکمې دغه استدلال نه دی منلی.
د اداري چارو دغې محکمې د خپلي دغي فيصلې پر ضد د عوی کولو اجازه نه ده ورکړې.
که د آلمان د کډوالو چارو فدرالي اداره وغواړي، نو يوازنی امکان لري چي له يادي محکمې څخه لوړي يعني د اداري چارو فدرالي محکمې ته د دغي فيصلې پر ضد مراجعه وکړي.