1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پنتاګون او م.م: د افغانستان وضعیت مخ پر خرابیدو دی

۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د چهارشنبې په ورځ په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم «سخت بې ثباته» دی.

https://p.dw.com/p/2f9Nw
Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادي ماچي یماماتو، په نیویارک کې د دغه رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې وروستي خونړي بریدونه کیدای شي د یوې لا ډیري ماتیدونکې او خونړۍ راتلونکې دورې نښانه وي.

د رپوټ په حواله ملګرو ملتونو یوازې د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د مې میاشتې تر  ۳۱مې نیټې پور ۶۲۵۲ امنیتي پیښې ثبت کړې دي. دا د تیر کال د همدې موده په پرتله دوه سلنه ډیروالی ښيي.

رپوټ ښيي چې تر ټولو ماتیدونکی وضعیت د افغانستان په ختیځي او سویلي سیمو کې موجود دی. په دغو سیمو کې د تیر کال په پرتله په امنیتي پیښو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په عین حال کې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې افغانستان اوس هم له يوې ډیریدونکې خونړۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی. د دې ادارې په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي: «افغان حکومت پر کابل، د نفوس پر لویو مرکزونو، ډیرو ترانزیتي لارو، ولایتي مرکزونو او د ولسوالۍ پر اکثریت مرکزونو باندې کنترول لري.»

خو په رپوټ کې زیاته شوې: «طالبان بیا د ولسوالیو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکوي، د ولایتونو مرکزونه له ګواښ سره مخامخوي، او د لنډې مودې له پاره په هیواد کې د ارتباطاتو اصلي خطونه تر خپل کنترول لاندې نیسي. په ځانګړې توګه د کندز او هلمند په څیر سیمو کي.»