1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر امريکا د مکرون او روحاني نیوکې

۱۳۹۷ مهر ۴, چهارشنبه

دا که دونالد ترمپ، مکرون او که حسن روحاني وو، ټولو د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ سترې غونډه ته د نړۍ د وضعيت په اړه د خپل نظر د روښانولو هڅه وکړه. روحاني د امريکا د ولسمشر د لفظي گوزارونو ځواب ورکړ.

https://p.dw.com/p/35WJJ
USA UN-Vollversammlung |  Hassan Rohani
انځور: Getty Images/S. Platt

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې خپله دويمه وينا په بشپړه توګه خپل صفت او د يو څو اشخاصو په اړه خبرو ته ځانگړې کړې وه. په دې ترڅ کې نوموړي دا هم روښانه کړه چې دی به د هغو ټولو ملتونو په مقابل کې د ځان ساتنې هڅه وکړي چې غواړي پر امريکا متحدو ايالاتو محدوديتونه وضع کړي.

ترمپ د سه شنبې د ورځې د دې وينا پر وخت پر ايران سخت گوزارونه وکړل. د ايران اسلامي جمهويت ته په اشارې سره ترمپ د يوه «فاسد مطلق العنان حکومت» څخه خبره وکړه او د ايران پر مشرتابه یې د «وژنې، گډوډۍ او ورانکاريو د تخم شيندلو» تور ولگاو. هغه زياته کړه دوی [ایران] خپلو گاونډيانو ته درناوی نه کوي او نه هم پولو ته درناوی لري.» ترمپ پر نړېواله ټولنه د «ايران د حکومت د منزوي» کولو غږ وکړ.

روحاني: ترمپ« بې عقل او غير نورمال دی»

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ترمپ څو ساعته وورسته د وينا له پاره دريځ ته پورته شو او د ترمپ د هرې خبرې قاطع او واضح ځواب یې ورکړ. هغه پر امریکا تور ولگاوه چې غواړي حکومت یې ړنگ کړي. روحاني زياته کړه ترمپ نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي او چلند یې د «بې عقلو او غير نور مال دی.» هغه وويل چې د ايران له خوا پر امريکا تحميل شوي بندیزونه د «اقتصادي ترور» يو ډول دی.

روحاني زياته کړه: «دواړه هېوادونه کولای شي همدلته په دې عمومي اسامبلۍ کې نيغ په نيغه د يو بل خبره واوري.» هغه وويل: «دی خپله همدا اوس دلته له امريکا سره ديالوگ پېيلوي او «پرته له کوم سوء تفاهمه» دا خبره روښانوي چې د نړېوال امنيت موضوعات د امريکا د داخلي سياست لوبه نه ده.»

USA UN-Vollversammlung |  Emmanuel Macron
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرونانځور: Reuters/C. Allegri

روحاني د خپلې وينا په ترڅ کې د ترمپ په اړه زياته کړه: دا د تاسف خبره ده چې داسې سياسي مشران لرو چې هغوی فکر کوي چې د «افراطي ناسيونالیزم» له لارې به خپلو موخه ته و رسېدلای شي. هغه وويل: «دغه کسان د «توکم پالنۍ، تبعيض او له پرديو سره د دښمنۍ» له تمايلاتو سره  په خپل چلند کې نازيانو ته ورته دي.» 

د مکرون وينا

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د خپلې وينا پر وخت غوښتنه وکړه چې د ايران مسئله «د ديالوگ او څو اړخونو» په شريکه سره حل کړي. د ايران پر وړاندې د امريکا نويو بندیزونو ته په اشارې سره مکرون زياته کړه: «دا به په نړۍ کې د تېلو د بيو له پاره ډيره ښه وي چې ايران خپل تېل وپلورلی شي.»

نوموړي تر دې وروسته بيا د نوم اخيستو پرته د ترمپ د «لومړی امريکا» پر سياست سختې نيوکې وکړې. هغه غوښتنه وکړه چې د تجارت د نويو تړونونو له پاره دې د پاريس د اقليم پر تړون عمل د يوه شرط  په توگه وټاکل شي. ده زياته کړه «هغه چې پر حقيقت سترگې پټوي د نورو ټولو په څیر به یې له پايلو وکړيږي.» مکرون وويل: «راځئ! نور له هغو هيوادونو سره د تجارتي تړونو له امضاء کولو ډډه وکړو چې د پارېس تړون ته درناوی نه لري.»

د پاريس په تړون کې د ۲۰۱۵م کال په دسمبر میاشت کې ۱۹۵ هيوادونو توافق کړی وو چې د ځمکې تودوښه به د گلخانه يي گازونو د اغیز له لارې «دوې درجې ټيټه» وساتل شي. خو ولسمشر ترمپ امريکا له دې تړونه و ايستله، هم هغه ډول لکه له ایران سره چې یې اتومي تړون لغوه کړ او د نورو ډيرو نړيوالو شریکانو سره تجارتي توافقنامې.

dpa,afp (B.S/N.Z)