پاکستان ټاکنې: له منع کړی شو ډلو سره د سیاسي ګوندونو اتحاد
۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبهد پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) مخکښ مشر اسد عمر، اوسني اعلان د دغه هیواد سیاسي کړۍ هغه وخت په حیرانتیا کې واچولې چې د «انصار الامه» مشر مولانا فضل الرحمن خلیل، د تحریک انصاف د ملاتړ اعلان وکړ.
د اسد عمر په خبره «مولانا په پي ټي آی کې د شاملیدو د اعلان پر مهال دا هوډ څرګند کړ چې په حقیقي معنی کې به د اسلامي جمهوریت د جوړولو له پاره هلې ځلې لا زیاتې کړي شي.»
مولانا خلیل په نړیواله کچه د منع کړی شوې ډلې حرکت المجاهدین (اچ یو ام) د بنسټ ایښودونکی مشر په توګه پیژندل کیږي، چې له القاعدې سره یې اړیکې درلودي. هغه په ۱۹۸۰م کال کې د حرکت جهاد اسلامي، ډلې بنسټ ایښی وو خو په ۲۰۰۰م کال کې یې د هغه له مشرتوبه لاس واخیست.
پاکستاني چارواکو هغه د ۲۰۰۴م کال په می میاشت کې ونیو، خو د شواهدو د نه موندلو له کبله یې شپږ میاشتې وروسته بیرته آزاد کړ. د ده پر ګوند جماعت انصار الامه، باندې هم بندیز لګیدلی وو خو د دې ترڅنګ دغه ډله د پاکستان د دفاع کونسل، برخه هم وه. د متحدو ایالاتو حکومت د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتي په ۳۰مه نیټه مولانا خلیل د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي لېست (اس ډي جي ټي) کې شامل کړ.
له بل اړخه د اهل سنت والجماعت سره تړاو درلودونکي اورنګزیب فاروقي د کراچۍ په ملیر سیمه کې د «عوامي خدمت پینل» سره خپل انتخاباتي اتحاد کړی دی.
له بل اړخه مولانا فضل الرحمن خلیل په پي ټي آی، کې د شاملیدو خبره رد کړې ده، خو د اسد عمر د بشپړ ملاتړ اعلان یې کړی دی. هغه له اسد عمر سره خپلو شخصي اړیکو ته اشاره کړې.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند افتخار دراني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دا د مولانا خلیل او اسد عمر له یو بل سره اړیکي او شخصي پریکړه ده. دا د پي ټي آی تګلاره نه ده. د ټولنیز پرمختګ چارو کې ټول کسان شاملیدی شي او کوم قشر د پرمختګ له عمله نه شي محرومیدای.»
د طالبانو له لوري د عمران خان د مسلسل ملاتړ په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې افتخار دراني وویل: «نن ورځ امریکا د طالبانو د ټولنیز ادغام خبره کوي. نن ویل کيږي چې افراطیان بلکې ترهګر هم په مرکزي سیاسي جوړښت کې شامل کړل شي. نن ورځ ټوله نړۍ وایي چې له طالبانو سره خبرې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ لار ده. خو عمران خان دا خبره ۱۵ کاله دمخه کړې وه. له پرویز مشرف سره د هغه اصلي اختلاف هم پر دې وو چې فاټا [قبایلي سیمي] ته پوځ و نه لیږل شي. وخت د عمران خان دریځ سم ثابت کړ.»
افتخار دراني زیاته کړه: «پر موږ د حقانیه مدرسې له کبله هم انتقاد کیږي، خو په دې د پوهیدو هڅه نه کیږي چې دا یوه مدرسه نه بلکې د مدرسو شبکه ده او په دې مدرسو کې په زرونو زده کوونکي زموږ بچي دي.»
د امنیتي چارو کارپوه او د «پاک انستیتتوت آف پیس سټدیز» مشر محمد عامر رانا په دې هکله وایي: «د سیاسي ګوندونو خپل انتخاباتي مجبوریتونه وي. تر ټولو لومړی مسئولیت د ټاکنو د کمیسیون او کورنیو چارو وزارت دی چې دوی په ټاکنیز بهیر کې له ګډون څخه منع کړي. اوس چې هغوی د دغه بهیر برخه دي، نو پر سیاسي ګوندونو تور نه شي پورې کیدای.»
د هغه په خبره د دومره افراطي، فرقه پالو او ترهګرو ډلو له لوري د کاندیدانو اعلان یو خطرناک تمایل دی: «زموږ حاکمه دستګاه باید دې ته پام وکړي چې له یوه اړخه د ترهګرو د ملا ماتولو ادعا کوي او له بل اړخه د هغوی د خوشالولو له پاره هلې ځلې کوي.»
عامر رانا په دې آند دی چې د ترهګرو د ملا ماتولو لومړنی شرط دا دی چې په ټولنه کې د هغوی د تفکر اغیز له منځه یوړل شي. د هغه په خبره د راتلونکي ملکي حکومت ته به د نړیوالې ټولنې پر وړاندې له دې پالیسۍ څه دفاع کول ګران وي او ښایي د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ اړیکي یو ځل بیا خرابې شي.
لیکوال او خبریال ضیغم خان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان سیاسي ګوندونو تل له افراطي ډلو سره انتخاباتي ائتلاف کړی دی. هغه زیاتوي: «دغه ډول ګامونه د پي ټي آی له پاره زیانمن تمامیدای شي. عمران خان ته د طالبان خان لقب ورکړل شوی، ځکه چې هغه د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد پرلت کړی وو، د طالبانو له پاره یې د دفتر د پرانیستو خبره کوله او له هغوی سره یې د مذاکراتو کولو پر سر ټینګار کاوه. اوس داسي فکر کيږي چې عمران خان له یوه اړخه د بریلویانو په زیارتونو کې سجدې کوي او له بل اړخه د دیوبندي ډلو پر وړاندې د تعظیم له پاره سر ټیټوي، څو توازن وساتي.»
شیراز راج
زموږ له آرشیف څخه: