1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پاکستان افغان لوبډلې ته په دریو ویکټو ماته ورکړه

۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبه

د کرکیټ آسیا جام د سیالیو په څلورم پړاو کې د پاکستان د کرکیټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په دریو ویکټو په ډراماتیک ډول ماته ورکړه. شعیب ملک په وروستي اور کې د لسو منډو په جوړولو سره خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

https://p.dw.com/p/35KIK
Cricket First Twenty 20 Sri Lanka vs Pakistan
انځور: Reuters/D. Liyanawatte

آسیا جام د سیالیو د څلورم پړاو په دویمه لوبه کې د پاکستان کرکیټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په دریو ویکټو ماته ورکړه. د جمعې په ورځ  د ابوظبي هیواد په شیخ زاهد سټيډم کې افغان ملي لوبډلې لومړی بیټينګ وکړ او خپل سیال لوبډلې ته یې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه. په دې لوبه کې د حشمت الله شاهیدي ډیر ښه وځلید او د خپلې لوبډلې له پاره یې ۹۷ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د افغانستان د لوبډلې کپتان د پنځو شپږیزو او دوو څلوریزو په مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې. د پاکستاني لوبډلې په بالرانو یا توپ اچونکو کې محمد نواز ډير ښه وځلید. هغه په لسو اورونو کې د ۵۷ رنځونو په ورکولو سره دری لوبغاړي اوټ یا وسوزول. په پاکستاني توپ وهونکو کې امام الحق ۸۰ او بابر اعظم ۶۶ منډې جوړې کړې.

پاکستان ته په ورستي اور کې د لوبې د ګټلو له پاره ۱۰ منډې پکار وې. پاکستاني توپ وهونکي(بیټسمین) شعیب ملک د افغان توپ اچونکی افتاب عالم پر لومړي توپ کوم رنځ جوړ نه کړای شو، چې له امله یې پر پاکستاني لوبډلې فشار زیات شو. خو د همدې وروستي اور په دویم توپ یې د شپږیزې او دریم توپ یې د څلوریزې په وهلو سره خپلې لوبډلې ته بریا ور په برخه کړه. او په دې ترتيب سره شعیب ملک د دې اننګز غوره لوبغاړی وبلل شو.

مخکې تر دې افغانستان لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په اسیا کپ سیالیو کې د بنګله دیش پر وړاندې خپله لوبه په ۱۳۶ منډو ګټلې وه. که څه هم په دې بریا کې د افغان لوبډلې ډیرو لوبغاړو لاس لاره، خو د راشد خان ونډه بیا تر نورو ډیره وه. هغه په ډیر سخت وخت کې له ګلبدین نایب سره ښه ملګرتیا وکړه او په ۳۲ توپونو یې ۵۷ منډې وکړې او د افغانستان منډې یې ۲۵۵ ته ورسولې. راشد خان اته څلوریزې او یو شپږیزه ووهله.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: