1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ټايمز: ايران طالب جنگيالي روزي

۱۳۹۷ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د ټايمز ورځپاڼي د راپور له مخي وسله والو طالبانو ته د ايران په کرمانشاه او نورو پوځي اډو کي پوځي زده کړي ورکول کيږي. دغه کار د ايران ځانگړی ځواک کوي.

https://p.dw.com/p/30iN1
Taliban Afghanistan
انځور: Reuters/Parwiz

ټايمز ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ (جولای ۲مه) د يوه راپور په خپرولو سره په ايران کي د وسله والو طالبانو د روزلو خبر ورکړی دئ.

د دغه راپور پر اساس د وسله والو طالبانو د روزني مسئوليت د ايران د سپاه پاسداران پر غاړه دئ.

ټايمز ورځپاڼي ليکلي دي چي يوازي د کرمانشاه په پوځي اډه کي له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پوري طالبان په پوځي زده کړو بوخت دي.

د ايران دوه گونی رول

ورځپاڼي په افغانستان کي د ايران دوه گوني رول ته اشاره کړې ده. ايران له يوه اړخه د داعش پرضد جگړه کي د افغانستان د مرکزي حکومت ملاتړ کوي او له بله اړخه د افغانستان له مرکزي حکومت سره په مبارزه کي د وسله وال طالبانو په روزلو کي ونډه لري.

ټايمز ورځپاڼي زياته کړې ده چي ايران له وسله والو طالبانو څخه غوښتي دي چي له يوې خوا دي خپل ټول توان په افغانستان کي پر امريکايي او ناټو ځواکونو او د هغوی پر هدفونو باندي وکاروي او له بله اړخه دي له داعش سره وجنگيږي.

په راپور کي ويل سوي دي چي وسله والو طالبانو ته په دغو روزنيزو پړاونو کي د بم جوړولو زده کړي، له مختلفو وسلو کار اخيستنه، د پوځي ماموريتونو لارښووني او جنگي تاکتيکونه ور ښوول کيږي.