يو ۱۴ کلن افغان مهاجر د جنسي تيري په تور نيول شوی
۱۳۹۷ تیر ۱۴, پنجشنبهد آلمان د ويسبادن ښار څارنوالانو د يوه ۱۴ کلن افغان مهاجر د نيولو خبر ورکړی دی. پر دغه افغان تور دی چې د روان کال په می مياشتې کې يې له يوه عراقي مهاجر علي ب. سره په گډه پر يوې ۱۱ کلنې نجلۍ جنسي تيری کړی دی.
په رپوټ کې د نيول شوي افغان مهاجر د هويت په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.
علي ب. چې د افغان مهاجر د جرم شريک ګڼل کيږي، ورباندې تور دی چې د روان کال په می مياشتې کې يې يوه آلمانۍ نجلۍ تر جنسي تيري وروسته وژلې ده. پوليسو بيا څو ورځي ورسته ۱۴ کلنه سوزانا مړه وموندله. د ويسبادن ښار څارنوالۍ دغه راز ويلي دي چې نيول شوی افغان د سوزانا د قتل د قضيې شاهد هم دی.
د سوزانا د وژنې قضيې يو ځل بيا د آلمانانو غوسې راوپارولي دي. تر دغې پيښې وروسته د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل د جدي چلند غوښتونکې شوه او له مسئولو ادارو څخه يې وغوښتل چې د ردشوو مهاجرو د اخراج چارې چټکې کړي.
د رپوټونو پر اساس، عراقی مهاجر علي ب. د سوزانا تر وژلو وروسته له خپلې کورنۍ سره له آلمانه عراق ته د هوا له لارې وتښتيد. د عراق کردي ځواکونو دغه ځوان وروسته د دغه هيواد په شمال کې ونيو او آلمان ته يې وسپاره. هغه وخت ويل شوي ول چې علې ب. د خپلې کورنۍ په مرسته نيول شوی دی.
د علي ب. په اړه ويل شوي دي چې د هغه د پناه غوښتنه د ۲۰۱۶م کال په ډسمبر مياشت کې په آلمان کې رد شوې وه.
Aj/rsh (Reuters)
زموږ له ارشيف څخه: