1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

يو ازبک الاصله امریکايي د سخت دریځۍ په جرم ۶۷ ډالر جریمه شوی

۱۳۹۷ تیر ۱۴, پنجشنبه

په ازبکستان کې یوې محکمې یو ازبک الاصله امریکايي چې له افراطيانو سره یې اړیکې درلودې او د ازبکستان د حکومت د راپرځولو شعارونه یې هم ورکړي ول، د شلو کلونو د جرمونو په بدل کې یوازې ۶۷ ډالر جریمه کړ.

https://p.dw.com/p/30rIP
Symbolbild Gericht Gesetz Waage und Hammer
انځور: Fotolia/Sebastian Duda

له ۲۰۱۴م کال راهیسې د امریکا تابعیت لرونکی ۴۶ کلن ذاکر علیوف د روان کال د جون میاشتې پر ۱۶ نیټه د یوې افراطي وسله والې ډلې د غړیتوب په تور د ازبکستان استخباراتوي مامورینو ونيو.

تر نیول کیدو یوازې شپږ ورځې وروسته علیوف بیرته آزاد کړل شو. تر آزادیدو مخکې علیوف د ازبکستان یوې محکمې ته هم وړاندي شو. ازبکستان په ۱۹۹۰م کال کې د اسلامپاله یاغیانو تر بغاوت وروسته په عنعنوي توګه د سخت دریځو پر وړاندې شدید موقف لري.

د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان د سترې محکمې مطبوعاتي دفتر وویل چې د ازبکستان یوې ولایتي محکمې علیوف په عام محضر کې د حکومت د راپرځولو د غږ پورته کولو او په یوه سخت دریځه ډله کې د شمولیت په تور مجرم پیژندلی دی.

یادې محکمې همدا راز وویل چې محکمې د ۱۹۹۹م کلونو په ترڅ کې وضع کیدونکي تر ټولو ټیټه رسمي جریمه ټاکلې ده. په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. خو د ازبکستان د جرایمو د قوانینو له مخې د دغه راز جرمونو سزا تر د جریمې تر کچې پورې نرمه او د ډیري سختې سزا په صورت کې جریمه او د بند سزا دواړه وضع کیږي.

تر دې وړاندې علیوف د ازبکستان د اسلامي غورځنگ«آی. ایم. یو» سره هر ډول اړیکي لرل رد کړي ول خو ویلي یې ول چې په ترکیه کې يې په ۱۹۹۰م کلونو کې د ازبک اپوزیسیون په یو لړ غونډو کې برخه اخیستې وه.

د ازبکستان د اسلامي غورځنگ جنګیالي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ملگرتيا جګړه کړې ده. د ازبکستان استخباراتو د دغه هيواد دولتي رسنۍ «یو. زیت. اې.» ته ویلي دي چې دوی شک لري چې علیوف هم هلته [په افغانستان] کې روزنه ترلاسه کړې.

د علیوف پر شخصي فیسبوک پاڼه د نوموړي نوم ذاکر علي ښوول شوی او په دې وروستیو کې د امریکا متحدو ایالاتو په ورجینیا ایالت کې اوسیدلی. نوموړي د امریکا متحدو ایالاتو په نیواډا پوهنتون کې زده کړې کړي دي. په عین وخت کې په ازبکستان کې د امریکا سفارت بیا د دې پیښې په هکله له تبصرې ډډه کړې ده.