1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

يوه افغانه د المپیک نړیوالي کمیټې غړې شوه

۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبه

سمیرا اصغري چې یوه ۲۴ کلنه افغانه ده، د سه شنبې په ورځ د المپیک د نړیوالې کمیټې د غړې په توګه وټاکل شوه. المپیک کمیټې ویلي دي چې اصغري په افغانستان کې د میرمنو د سپورت له پاره ډیر کار کوي.

https://p.dw.com/p/36GIB
Samira Asghari,
انځور: Getty Images/AFP/J. Mabromata

د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس بش، د سمیرا اصغري په اړه وویل: «هغه داسې یوه میرمن ده چې په افغانستان کې د نجونو د سپورت د ترویج له پاره ډیر ښه کار کوي.»

اصغري تر دې مخکې د افغانستان د ښځو د باسکټبال لوبډلې مشره وه او د سپورت په اداره کې یې بیلابیلې دندې ترسره کړي.

اصغري تر ټاکل کیدو وروسته وویل: «زه په نړۍ کې د ټولو ورزشکارانو د راتلونکې له پاره کار کوم په ځانګړې توګه د هغو کسانو د راتلونکې له پاره چې ورته اړتیا لري، د افغانستان په څیر.»

هغه روښانه کړه چې دا کار په افغانستان کې اسانه نه دی خو ویې ویل چې اوس د پخوا په پرتله وضعیت ښه شوی. اصغري وویل چې اوس په افغانستان کې د ښځو د سپورټ وضعیت د المپیک کمیټې او د حکومت د هڅو له کبله تر پخوا ښه دی.

اصغري وویل: «ما هیله لرله چې د ورزشکارانو له پاره کار وکړم [...] دا ډیره ښه خبره ده چې ورزشکاران زما په شان یوه ځوانه ویني چې غواړي له هغوی سره مرسته وکړي.»

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر که څه هم په افغانستان کې د وضعیت ستونزمنتیا ومنله، خو هغه زیاته کړه: «خو دا [د اضغري ټاکل کیدل] یو ښه اقدام دی. دا لومړی اقدام دی. که موږ په افغانستان کې د سپورت انګیزه هم رامنځ ته کړای شو نو دا به هم د المپیک نړیوالې کمیټې له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه وي.»

د المپیک نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ خپل نهه غړي وټاکل چې په ډله کې یې درې ښځې او شپږ نارینه دي.