1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان په سونو مهاجر له ليسبوس ټاپو څخه وچې ته ايستلي

۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبه

د يونان حکومت د پنجشنبې په ورځ په يوه اقدام کې د ليسبوس ټاپو له يوه ستر کمپ څخه په سونو مهاجر وچې ته ايستلي. يونان دغه اقدام په کمپ کې د مهاجرو تر حد زيات ډېرښت له امله کړی دی.

https://p.dw.com/p/2oWAE
Griechenland Insel Lesbos Flüchtlingslage Moria
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

اوس د يونان په ليسبوس او څلورو نورو ټاپوګانو کې چې ترکيې ته نژدې پراته دي، په زرونو کډوال ژوند کوي. دغه کډوال وروسته له هغې چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کې د اروپايي اتحادېې او ترکيې تر منځ د مهاجرو په اړه تړون لاسليک شو د دغو ټاپوګانو په کمپونو په بدو شرايطو کې ژوند کوي. د ياد تړون له مخې له ترکيې څخه د آژه سمندرګي له لارې يونان ته د مهاجرو د تلو لاري تړل شوي دي.

له ليسبوس ټاپو څخه وچې ته د ليږدونکو مهاجرو يوه تن ۳۰ کلن محمد فيروز وويل: « زه له دوږخ څخه جنت ته راغلی یم.»

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په يوه کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰۰ مهاجر د پيره يا پيرايوس ساحل ته ورسول شول. فيروز هم د همدغو کسانو په ډله کې دی. يوناني چارواکي وايي چې دغه مهاجر به په کمپونو او اپارتمانونو کې ځاي پرځای شي.

اوس د يونان په ليسبوس ټاپو کې شاوخوا۸۵۰۰۰ مهاجر ميشت دي چې دا شمير د کمپ تر اصلي وړتيا نژدې درې برابره زيات دی.

په کمپ کې د ژوندانه بد وضعيت او د پناه غوښتونې پايلو ته اوږده موده انتظار مهاجر زړه تنګي کړي دي چې له امله يې ځينې وخت دننه په کمپ کې د مهاجرو تر منځ شخړي او تاوتريخوالی هم رامنځ ته کيږي.

د ليسبوس اوسيدونکو د نوامبر مياشتي په لمړيو کې لاريون وکړ او د اروپايي اتحاديې پر سياست يې اعتراضونه وکړل. اعتراض کونکو ويل چې سيمه يې د مهاجرو له امله په «زندان» اوښتې ده.

يونان، ايټاليا او اسپانيا هغه درې اروپايي هيوادونه دي چې د مديتراني او آژه سمندرګي له لاري اروپا ته راتلونکي مهاجر يې په لومړي سر کې ټاپوګانو ته رسيږي. ډيری دغه مهاجر د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو دي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د ارقامو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې د مديترانې سمندرګي له لارې دغو درو هيوادونو ته څه باندې ۱۶۰ زره مهاجر رسيدلي دي چې له دې ډلې څخه ۲۷۲۴۵ تنه يوازي يونان ته رسېدلي دي.

Idyli Tsakiri/ ک.ص

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور