1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولې چپس او نور غوړ خواړه ډير خوښوو؟

۱۳۹۷ تیر ۱۲, سه‌شنبه

کارپوهانو موندلې ده چې د مور شيدې زموږ مغز په دې ډول روزي چې موږ چپس او داسې نور سره کړي خواړه خوښوو. دا او د روغتيا په هلکه يو څه نور دلته لوستلائ شئ.

https://p.dw.com/p/30ihE
Symbolbild Privatparty
انځور: picture-alliance/dpa/M. Airio

چپس مو ولې خوښيږي؟

موږ پوهيږو چې چپس که هر ډول وي، موږ چاغوي او پر روغتيا مو ښه اثر نه لري. خو سربيره پر دې یې هم له خوړولو لاس نه اخلو. همدا راز خواږه او غوړ شيان، کيک او کلچې هم ډیر خوښوو. دا خوراکي شيان د کاربوهايدريت يا نشایستې او غوړو ډک دي چې زموږ د مغز د تشويق سسټم په شدت سره فعالوي. په طبيعت کې بل هيڅ ډول داسې خوراکي توکي نه شته چې د دغه دواړو موادو دومره زياته اندازه ولري.

ځيني خوراکي مواد لکه کچالو او ځيني غلې ډير کاربوهايدريت لري او ځیني نور بيا ډير غوړ لکه د مثال په توگه بادام، چارمغز او داسې نور. خو د مور شيدې هغه يوازنی طبیعي خوراک دی چې کاربوهايدريت يا نشايسته او غوړ پکښې ډير زيات دي. کارپوهان له همدې امله وايي چې د مور شيدې زموږ مغز په دې ډول روزي چې موږ بيا دغه مرکب خوښوو يعني هغه خوراکونه ډير خوښوو چې کاربوهايدريت او غوړ دواړه پکښې ډير وي.

خو دا د نن سبا په پير کې يوه لويه ستونزه ده، ځکه دا خوراکي مواد د شکرې د دويم ډول او چاغښت باعث کيږي. کارپوهانو موندلې ده چې موږ اکثره وخت د هغه خوراکونو چې نشايسته او غوړ پکښې ډير وي، پر زيان سترگې پټوو. نو ښه به داوي چې سړی ژر تر ژره له دغه خوړو لاس واخلي، ځکه د انسان د مغز د تشويق سسټم په عمومي توگه پر لږ دغه ډول خوړو قناعت نه کوي بلکې په زيات مقدار کې یې غواړي.

هگۍ عضلې قوي کوي!

کله کله سړی تر ډير ورزش وروسته هم داسې احساس کوي چې عضلات یې نه قوي کيږي. د دې وجه ښايي د کولين کمی وي. کولين يو ډول مواد دي چې په ژونديو انساجو کې موندل کيږي. دا د ويتامن بي کمپليکس د کورنۍ غړی دی او د حجرو د دباندنی جال په جوړولو کې ونډه لري.

د تکساس د هاستن پوهنتون کارپوهانو يوې تجربې په ترڅ کې موندلې ده چې هغه کسان چې په خوړو کې یې کولين په کافي اندازه شامل نه وو، تر دولس ورځو پرله پسې او منظم ورزش وروسته یې هم عضلاتو کې کوم ښه والی و نه ليدل شو.

خو هغه کسان چې په خوړو کې کولين په کافي اندازه شامل کړي ول، تر يو مودې وروسته یې عضلات قوي شول.

د انسان په بدن کې د کولين کمبود تر۵۰ کلنې وروسته پيدا کيږي. کولين زموږ د عصابو او عضلاتو له پاره يو ډير مهم عنصر دی. که څه هم چې زموږ بدن کولين توليدولای شي خو سره له هغه هم د خوړو له لارې د کابو۵۰۰ ملي گرام ترلاسه کولو ته اړتيا لري.

نو مهمه ده چې سړی هگۍ وخوري او په تيره بيا هغه کسان چې سپورت او ورزش کوي هگۍ بايد په منظم ډول په خپلو خوړو کې شاملې کړي. د يوې هگۍ ژيړ د ټولې ورځې د کولين د اړتيا د پوره کولو له پاره کفايت کوي.

Larissa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: