1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند پای ته ورسوو

۱۳۹۷ تیر ۹, شنبه

ولسمشر غني د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پرمهال د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو د بیا پیلیدو خبر ورکړ او په دې ترتیب یې له طالبانو سره د حکومت له لوري غځیدلی یو طرفه اوربند ته د پای ټکی کیښود.

https://p.dw.com/p/30aLR
Afghanistan Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

په پلازمینه کابل کې د خبري غونډې په ترڅ کې ولسمشر غني وویل چې د اوربند په پای ته رسیدو سره اوس افغان امنیتي ځواکونه د دې اجازه لري چې [تهاجمي] عملیات پیل کړي. حکومتد روان کال د جون میاشتې له ۱۲ نیټې نه نیولې تر ۲۰ نیټې پورې د اوربند اعلان وکړ. وسلوالو طالبانو په ځواب کې یوازې د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې بیا وروسته حکومت له خپلې خوا د اوربند موده د لسو نورو ورځو له پاره وغځوله.

د اختر د ورځو تر اوربند وروسته وسلوالو طالبانو د خپلو عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ او د ټول هیواد په کچه یې خپلو عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړ. په دې موده کې طالبانو پر حکومتي ودانیو، ولسوالیو او د امنیتي ځواکونو پر قرارګاوو باندې بریدونه وکړل چې له امله یې یو شمیر سرتیرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

په داسې وخت کې چې د سولې د خبرو د پیلیدو کوم څرک لا نه ترسترګو کیږي، نن د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۳۰ نیټه» طالب جنګیالیو په شمالي ولایت تخار کې د سرحدي پولیسو دوه سرتیري وژلي. ځايي چارواکو ویلي چې لسګونو طالبانو د دشت قلعه په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوځې اډې برید کړی چې له امله یې درې ستریي ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې چې طالبانو په دې برید کې د امنیتي ځواکونو شپږ سرتيري ژوندي نیولي دي.

د همدې تیرې اونۍ په ترڅ کې په ټول افغانستان کې طالبانو د مخ پر زیاتیدونکو بریدونو په پایله کې له ۶۰ ډیر د افغان امنيتي ځواکونو سرتیري وژل شوي دي. په دې ترتیب سره اوس د اوربند د مودې تر پای ته رسیدو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو ته د ولسمشر له لوري د عملیاتو د پیلولو امر وشو.